@barbadhalak992: دوهم قانون کله هم پر خپلو دوستانو تر حد ډیر باور مه کوی،او دازده کړی چی له خپلو دښمنانو څنګه کار واخلی،قضاوت باید خپلو دوستانو ته مو پام وی،دوی دسترګو په رپ کی خیانت درسره کولی شی،څنګه د دوی دحسادت حس په آسانی را پاریدای شی،آن کیداشی چی گستاخ اوبی رحمه شی،خو له پخوانیو دښمنانو کار واخلی پخوانی دښمن به مو تردوست ډیر وفاداره وی،ځکه دی دځان دښه ښودلو لپاره یو هڅه هم نه دریغوی،باید تر دښمنانو له خپلو دوستانو ډیر وډاریږی که دښمن نه لری نو ځان ته یو دښمن پیدا کړه داطبعی خبره ده،یو څوک چی له ستونزی سره مخ شی نوله خپل ملګری او دوست څخه مرسته غواړی،دنیا دظلم او ستم ډګر دی،دوستان دی چی دنیا نرمه او ملایمه کوی،له بلی تاسی خپل دوستان پیژنی ،نوسړی ولی له نابلدو او پردیو خلګو مرسته وغواړی، غم دادی چی تاسی خپل ملګری هغومره نه پیژنی،څومره چی تاسی فکرکوی،ملګری مو ډیر کله ددی لپاره چی بحث درسره ونه کړی،خبره تاییدوی.ملګری ددی لپاره چی یو بل خپه نه کړی،خپلی بدی ځانګړنی پټوی.ملګری دیو بل عادی ټوکوته هم له خندا شنه پراته وی.ډیر کم داسی پیښیږی چی صداقت دی دملګرتیا تارونه لا پسی ټینګ کړی.ځکه خو کلونه کلونه تیر شوی وی خوتاسی به خبر نه یاست چی ملګری مو واقعاً ستاسو په باب څه احساس لری.دوی درته وایی چی ستاسی په شعرونو یی زړه بایللی دی،ستاسی دموسیقی پر صیفتونو به نه مړیږی اوستاسی دجامود سلیقی پر ستایلو به یی خولی ستړی شی.کاش چی دغسی وای.خوباید پوه شی چی خبره ډیر کله دغسی نه وی. کله چی یو دوست استخدام کړی،نوورو ورو خپلی اصلی ځانګړنی را څرګنده وی.ډیره عجیبه خو لادا ده چی ستاسی مینه ناکه چلند ټوله توازن سره گډوی. خلګ غواړی په زړونو کی دا خبره ومنی چی هغه ښه برخلیک چی ستاسی په نصیب شوی دا د دوی حق و.کله چی تاسی یو ملګری استخدامه وی، نو داسی انګیری چی تاسی پری احسان کړی دی او دی مو د وړتیا اواهلیت پر بنسټ نه دی استخدام کړی.په ملګرتیا کی تل یوڅه تیریدل وی چی دا په پټه دزړه دبدی لامل کیږی ددوستانو په استخدامولو کی ستونزه دا ده چی ستاسی قدرت محدوده وی.ډیر کم داسی پیښیږی چی دوستان قوی ملاتړ کونکی وی.داخبره مو ښه ذهن ته کیباسی چی وړتیا او اهلیت تر دوستانه عواطفو ډیر مهم دی. په ټولو کاری موقعیتونو کی دافرادو تر منځ دواټن ساتل پکار وی.ستاسی هدف کار دی.د دوستانو پیداکول مو هدف نه دی.دوستی که واقعی وی. که کاذبه د دی لامل کیږی چی دکاری دنیا پر واقعیتونو سترگی پټی کړی،ځکه خو دقدرت کیلی دا ده چی افراد تشخیص کړی چی څوک ستاسی کار ته په هر حال کی ډیره گټه رسولای شی خو که وگوری نو دښمنان مو دسرو زرو ناسپړلی کانونه دی.تاسی باید زده کړی چی دغه کان څنګه راوباسی په 1807ز کی دناپیلون دبهرنیو چارو وزیر (تالیران)دی پایلی ته ورسید چی د درئیس ناپیلون،فرانسه دبربادی کندی ته غورځوی او نور د دپر وړاندی دبغاوت او پاڅون وخت را رسیدلی د ده پر دی خبره سر ښه خلاص و چی دامپراتور پر خلاف دطئو جوړول څږمره خطرناک کار و.ده یوه شریک او ملاتړی ته اړتیا درلوده.دی پوهیدی چی په دغسی پروژه کی پر یو ملګری هم باور نشی کیدای.ده په دی دومره خلګو کی خپل یو قسم خوړلی دښمن(جوزف فوشه) د دی کار لپاره وگوماره،هغه دکورنی چارو وزیر وه تالیران ته پته وه چی پخوانی دښمن یی پخلاینی ته مازی یو بهانه غواړی.فوشه سربیره پر دی جی له تالیران نه یی کومه تمه نه درلوده، خو دهغه دانتخاب داثبات لپاره یی هیڅ راز نه سپمولی.څوک چی داثباتولو لپاره یو شی ولری.نو بیا غرونه هم درته له ځایه خوځوی.تالیران پردی هم پوهیده چی د ده او فوشه تر منځ اړیکی پر متقابلو گټو ولاړی دی.دغه انتخاب بیخی سم راوختی.که څه هم توطئه جوړونکی په خپل کار کی بریالی نه شول خو دناپیلون په را پرځولو کی دغه دانتلاف خورا مهمه ونډه درلوده او له دی سره د امپراطور پرخلاف دمخالفتونو لړی وار په وار اوږده شوه.تر دی وروسته تالیران او فوشه مثمری کاری اړیکی سره درلودی .همدا چی فرصت درته برابر شی.نو له دښمن سره مو کدرتونه له زړه وباسی او هغه دخدمت لپاره استخدام کړی. کله هم د دښمن پر شتون مه خپه کیږی ریښتنی دښمن هغه دی چی سړی ته دروغ وایی. په دغسی حالت کی که سړی خپل ښکاره دښمن یا دښمنان وپیژنی.نو مناسب چلند ورسره کولی شی.قدرتمن انسان مبارزی ته په ورین تندی ښه راغلاست وایی.دی له خپلو دښمنانو هم کار اخلی ځکه دی ورسره زړور جنګیالی معلومیږی چی ملت یی هر وخت پری تکیه کولای شی. داسی تصور کړی:احسان هیرونکی. داټولو ته معلومه ده چی که خپل لاس دزمری په خوله کی ننباسی،نوکومه بلا به پری را نازله شی.ځکه خو ټول په دی برخه کی ډیر احتیاط کوی.نور په کمینټ کی ولوله#pashton #tiktok #viral?videotiktok😇😇1mellean #creatorsearchinsightsview #barbadhalak992

📄𝐋𝐢𝐤𝐰𝐚𝐥📝
📄𝐋𝐢𝐤𝐰𝐚𝐥📝
Open In TikTok:
Region: BY
Tuesday 30 June 2026 03:16:45 GMT
8776
561
18
15

Music

Download

Comments

www.tiktok.com.m.ayar2
M 😭 AYAR :
وروره جانه دا کتاب به کتابخانو کی پیدا سی🥰
2026-06-30 09:30:37
3
samirkhanhotak2
Samir Khan Hotak :
سلام
2026-06-30 12:52:45
0
user5666237605
Khan Khan :
🥰🥰🥰
2026-06-30 05:57:55
1
shahi.aloko
Shahi Aloko :
🥰🥰🥰
2026-07-05 04:10:02
0
user7808534244443
رضا اچگزی :
🥰🥰🥰
2026-06-30 23:14:40
0
waqib.shinwari
ځوان محصل :
🥰🥰🥰
2026-07-03 09:30:21
0
psycholog470
psychology :
🥰🥰🥰
2026-07-04 09:06:47
0
mr.zain688
*._.S.a.L.a.R._.*🇦🇫 :
❤️❤️❤️
2026-07-01 00:27:49
0
user555290893
Bilal Ali :
🥰🥰🥰
2026-07-03 15:10:57
0
mohamad.yasir.ame
Mohamad Yasir Amen :
🌹🌹🌹
2026-06-30 16:50:42
0
akhtarameenafridi002
اختر امین احمد افریدی :
❤️❤️❤️
2026-06-30 11:44:48
0
ajisahib95
Aji ismail :
🥰🥰🥰
2026-06-30 10:28:15
0
36.abkhan
ریــــ🐊س حکـــیمـــې 🦅 :
🥰🥰🥰
2026-06-30 05:05:30
0
user7307708222325
𓆩*𓆪ℚ𝕌𝔻ℝ𝔸𝕋 𝕄𝔸𝔸ℤ𓆩*𓆪 :
🥰🥰🥰
2026-07-01 03:08:44
0
user3199916724507
سرفراز مافیا :
🥰🥰🥰
2026-06-30 03:55:06
0
To see more videos from user @barbadhalak992, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About