@malik_imad_khan_786: خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی پروت یم سر مې اېښی د خپل یار په زنګانه . خوب وینم چې پورته په هوا لکه د باز شومه کښېناستم په بام د محمود ، سترګې د ایاز شومه پورته د خاموش زړګی نه خوږ د مینې ساز شومه خرڅه مې په حورو کړه د ډمو زمانه خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی . خوب وینم چې ناست یم د جیندي په یخه غاړه شاه مې سوېلو کښې لکه سره شمع ولاړه سرې شونډې مسکۍ شوه ما ته یې وې چې ژاړه ژاړه څښه دې د زړه وینې، دا شراب دي مستانه خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی . خوب وینم چې باغ دی د ګلونو او ماښام دی سرې سترګې ساقي، د ساقي سرو ګوتو کښې جام دی لاس په ستار پروت، لېونی مست لکه خیام دی اړوي پرې نرۍ نرۍ د مینې افسانه خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی . خوب وینم چې سپینه سپوږمۍ پاس په خندا راغله ما له محبوبه په شرم شرم تر خوا راغله شونډو کښې شراب او په کوکۍ کښې قضا راغله سُور خمارې راکړه پیمانه په پیمانه خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی . خوب وینم چې پټ شوم په نسیم کښې بهر لاړمه خوا له د جانان لکه د مینې نظر لاړمه سترګو د دلدار له لکه خوب د صحرا لاړمه یو شړنګ کښې مې لوټ کړه د عمرونو خزانه خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی . خوب وینم چې زه لکه لولکه په سېل ووتم پورته د نرګس نه شوم په خوا د رامبېل ووتم تاو د سپینې غاړې د لیلا په امېل ووتم پټ مې ورته ووې سلامونه جانانه خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی . خوب وینم چې پورته لکه چغه د منصور شومه یا یو موټی خاوره وم یا لوی دریاب د نور شومه خو بانګ د سهار وشو زه راویښ شوم، کر او کور شومه خوب یووړه خوبونه، راژوندۍ شوه زمانه وایي پرېوځه لېونیه! تېروه دې جېل خانه #IMAD🌿 #fyp
IMAD🌿
Region: PK
Thursday 02 July 2026 06:11:34 GMT
Music
Download
Comments
شاہ روخ 🥀♥️🚩 :
CAPTION PLZ 💖
2026-07-02 06:47:50
1
♥️Ꮗáຣ𝓮𝐞ṃᴋĩ𝖓𝒈♥️ :
Love song
2026-07-02 06:16:29
1
Awaiz 34 :
❤️❤️❤️v niiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiiice
2026-07-02 16:00:26
0
atifjan3392 :
💔💔💔
2026-07-08 12:26:11
0
khan tordher :
🌹🌹
2026-07-05 09:06:53
0
Ayub Khan :
🥰🥰🥰
2026-07-04 22:13:48
0
غنی خان ملنگ :
💔💔💔
2026-07-03 07:22:09
0
AFSAR JAN 💫💔💫 :
🥰🥰🥰
2026-07-02 20:12:38
0
ANNOO🚩 :
🥰🥰🥰
2026-07-02 16:54:57
0
M S F :
🥰🥰🥰
2026-07-02 16:40:15
0
AZIZ KHUGMAN :
🥰🥰🥰
2026-07-02 11:43:16
0
𝕋𝕒𝕡𝕖𝔹𝕒𝕝𝕝𝕃𝕖𝕘𝕖𝕟𝕕 :
💖💖💖
2026-07-02 07:30:29
0
12 :
🥰🥰🥰
2026-07-11 18:30:27
0
To see more videos from user @malik_imad_khan_786, please go to the Tikwm
homepage.