@waqasyy456: خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی پروت یم سر مې اېښی د خپل یار په زنګانه . خوب وینم چې پورته په هوا لکه د باز شومه کښېناستم په بام د محمود ، سترګې د ایاز شومه پورته د خاموش زړګی نه خوږ د مینې ساز شومه خرڅه مې په حورو کړه د ډمو زمانه خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی . خوب وینم چې ناست یم د جیندي په یخه غاړه شاه مې سوېلو کښې لکه سره شمع ولاړه سرې شونډې مسکۍ شوه ما ته یې وې چې ژاړه ژاړه څښه دې د زړه وینې، دا شراب دي مستانه خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی . خوب وینم چې باغ دی د ګلونو او ماښام دی سرې سترګې ساقي، د ساقي سرو ګوتو کښې جام دی لاس په ستار پروت، لېونی مست لکه خیام دی اړوي پرې نرۍ نرۍ د مینې افسانه خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی . خوب وینم چې سپینه سپوږمۍ پاس په خندا راغله ما له محبوبه په شرم شرم تر خوا راغله شونډو کښې شراب او په کوکۍ کښې قضا راغله سُور خمارې راکړه پیمانه په پیمانه خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی . خوب وینم چې پټ شوم په نسیم کښې بهر لاړمه خوا له د جانان لکه د مینې نظر لاړمه سترګو د دلدار له لکه خوب د صحرا لاړمه یو شړنګ کښې مې لوټ کړه د عمرونو خزانه خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی . خوب وینم چې زه لکه لولکه په سېل ووتم پورته د نرګس نه شوم په خوا د رامبېل ووتم تاو د سپینې غاړې د لیلا په امېل ووتم پټ مې ورته ووې سلامونه جانانه خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی . خوب وینم چې پورته لکه چغه د منصور شومه یا یو موټی خاوره وم یا لوی دریاب د نور شومه خو بانګ د سهار وشو زه راویښ شوم، کر او کور شومه خوب یووړه خوبونه، راژوندۍ شوه زمانه وایي پرېوځه لېونیه! تېروه دې جېل خانه #fyp #viral #fouryou #like #viralvideo

🚩امن پرست
🚩امن پرست
Open In TikTok:
Region: PK
Thursday 02 July 2026 06:50:58 GMT
25813
1141
13
140

Music

Download

Comments

abdol.wadod
Abdol Wadod :
♥️♥️♥️
2026-07-03 18:07:09
0
magazkhan797
user66090247259 :
❤️❤️❤️
2026-07-03 16:40:15
0
tahirdir123
Tahir Gujjar dir :
♥️♥️♥️
2026-07-03 16:36:50
0
israr.shalmani
israr shalmani 804 :
🥰🥰🥰
2026-07-03 15:30:37
0
imadshah5
Imad shah :
🥰🥰🥰
2026-07-03 14:37:12
0
user5222787999881
user5222787999881 :
😳😳😳
2026-07-03 02:54:00
0
kaleem.ullah.khan800
Kaleem Ullah Khan :
💕💕💕
2026-07-03 02:32:11
0
kaleem.ullah.khan800
Kaleem Ullah Khan :
🌹🌹🌹
2026-07-03 02:32:09
0
kaleem.ullah.khan800
Kaleem Ullah Khan :
❤️❤️❤️
2026-07-03 02:32:09
0
user220502762788
Hamza Khan :
🥰🥰🥰
2026-07-02 19:03:18
0
bakhtiyar401
Bakhtyar 9348 🇦🇪 :
❤️
2026-07-02 15:55:01
0
itxwaqas335
NP🚩WaQaS 21 :
❤️❤️❤️
2026-07-02 13:03:53
0
nazardadkhanpti
nazardadkhanpti :
❤️❤️❤️
2026-07-03 20:51:06
0
To see more videos from user @waqasyy456, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About