@cintabunga996: Assalamualaikum 🙏 Saudaraku dan sahabatku semuanya swmoga selalu sehat bahahia bersama keluarga senantiasa dalam lindungan Allah SWT Aamiin Ya Robbal Aalamiin 🤲🤲🤲🙏🤗😍🥰😘😎😊😊❤🌺🌷🌹🙏🙏

🌹CINTA BUNGA 🌹
🌹CINTA BUNGA 🌹
Open In TikTok:
Region: ID
Thursday 02 July 2026 11:39:58 GMT
34472
464
0
1692

Music

Download

Comments

There are no more comments for this video.
To see more videos from user @cintabunga996, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos

نزاده محمود رحمه الله (د تیراه درې بې تاجه پاچا) ‎ ‎اخونزاده محمود رحمه الله د اخونزاده ولي الله صاحب (ملا چپري) پنځم او تر ټولو کشر زوی و. له ماشومتوبه د سخاوت، مېړانې او لوړ اخلاقو خاوند و. د دیني علومو پراخه زده کړه یې کړې وه او په سیاسي پوهه او تدبیر کې ځانګړی مقام درلود. د نفوذ، روحاني جاذبې او پیاوړي شخصیت له امله د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای درلود. ملګرو او مخالفینو دواړو یې د شخصیت او کردار ستاینه کوله. ‎ ‎د خپل پلار تر وفات وروسته د افریدي، اورکزي، زیمښت او چمکنیو قومونو په اتفاق د خپل مشر په توګه وټاکل شو. دغو قومونو به خپل کورني او بهرني مسائل د ده په مشرۍ حل کول. ‎ ‎سیاسي او عملي خدمتونه ‎ ‎اخونزاده محمود رحمه الله د انګرېزانو پر ضد مبارزه کې مهم رول ادا کړ. په ۱۹۱۹م کال کې د افغانستان د درېیمې جګړې پر مهال د تیراه له سیمې څخه یو لوی قبایلي لښکر د
نزاده محمود رحمه الله (د تیراه درې بې تاجه پاچا) ‎ ‎اخونزاده محمود رحمه الله د اخونزاده ولي الله صاحب (ملا چپري) پنځم او تر ټولو کشر زوی و. له ماشومتوبه د سخاوت، مېړانې او لوړ اخلاقو خاوند و. د دیني علومو پراخه زده کړه یې کړې وه او په سیاسي پوهه او تدبیر کې ځانګړی مقام درلود. د نفوذ، روحاني جاذبې او پیاوړي شخصیت له امله د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای درلود. ملګرو او مخالفینو دواړو یې د شخصیت او کردار ستاینه کوله. ‎ ‎د خپل پلار تر وفات وروسته د افریدي، اورکزي، زیمښت او چمکنیو قومونو په اتفاق د خپل مشر په توګه وټاکل شو. دغو قومونو به خپل کورني او بهرني مسائل د ده په مشرۍ حل کول. ‎ ‎سیاسي او عملي خدمتونه ‎ ‎اخونزاده محمود رحمه الله د انګرېزانو پر ضد مبارزه کې مهم رول ادا کړ. په ۱۹۱۹م کال کې د افغانستان د درېیمې جګړې پر مهال د تیراه له سیمې څخه یو لوی قبایلي لښکر د "تل" محاذ ته واستول شو، خو د روانېدو نه مخکې د افغان جنرال محمد نادر خان او انګرېز جنرال ډایر ترمنځ اوربند شوی و. ‎ ‎هغه د تیراه په سیمه کې ګڼ اصلاحات راوستل، غیر شرعي او ناسمو رواجونو ته یې د پای ټکی کېښود. د مسلمانانو او غیر مسلمانانو د پېژندلو لپاره یې ځانګړي اصول وضع کړل. ‎ ‎د سولې او یووالي لپاره یې د "قوم زونونو" او "اسلام زونونو" نظام رامنځته کړ. د دغو پرېکړو سرغړوونکو ته به سزا ورکول کېده، جرمانه به پرې لګېده او له سیمې به شړل کېدل. د همدې اقداماتو له امله په سیمه کې امن او ثبات رامنځته شو. ‎ ‎له قاتلانو او مجرمینو څخه به درنې جرمانې او دیتونه اخیستل کېدل. یوه برخه به جرګې ته ورکول کېده او بله برخه به د مقتولینو کورنیو ته رسېده. اخونزاده محمود رحمه الله به د مظلومو کورنیو مرسته او ملاتړ کاوه. ‎ ‎د عجب خان افریدي پېښه ‎ ‎د روایتونو له مخې، د ۱۹۲۳م کال د اپرېل په ۱۴مه عجب خان افریدي د کوهاټ له انګرېزي پوځې مرکز څخه د یوه انګرېز افسر لور (مس ایلس) تیراه ته راوسته. د انګرېزانو له وېرې هېچا ورته پناه نه ورکوله، نو اخونزاده محمود رحمه الله ته ورغی او پناه یې وغوښته. ‎ ‎اخونزاده محمود رحمه الله هغه ته عزت ورکړ، استوګنځای او خوراک یې برابر کړ. د کوهاټ ډپټي کمشنر بروس فشار راوړ چې مس ایلس وسپاري، خو اخونزاده محمود رحمه الله د پښتني دود له مخې دا غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې پناه غوښتونکی دښمن ته نه سپارل کېږي. ‎ ‎وروسته د جرګې له لارې خبرې اترې وشوې او مس ایلس د عزت او ډالیو سره بېرته وسپارل شوه. په بدل کې انګرېز حکومت لیکلې ژمنه وکړه چې د عجب خان افریدي او د هغه د ورور پر ضد به انتقامي اقدام نه کوي. ‎ ‎ویل کېږي چې مس ایلس وروسته د خلکو په وړاندې د اخونزاده محمود رحمه الله د میلمه پالنې، ښه چلند او عزت ستاینه وکړه. ‎ ‎وفات ‎ ‎اخونزاده محمود رحمه الله د ۱۳۵۴ هـ ق د ذوالحجې په ۲۱مه ناروغ شو او د ۱۹۳۹م کال د اپرېل په لومړۍ نېټه وفات شو. ‎ ‎هغه د خپل پلار ملا چپري صاحب تر څنګ د سمه ماموزۍ په سیمه کې خاورو ته وسپارل شو. ‎ ‎الله تعالی دې پرې خپلې بې پایانه رحمتونه نازل کړي. آمین. ‎

About