@maryam_amarkhil: ویاړم🇩🇪🇦🇫📚👩🏻🎓 زما وړه ډیوه خور نن د ښوونځي څخه په عالي درجه فارغه شوه. نه یوازې دا چې د ټولګي لایقه زده کوونکې سوه، بلکې ورسره یې تر ټولو د ښو اخلاقو، مهربانې، ښکلې، منظمې او بهترینې الګو نوم هم وګاټه. ډیوه خور مې دوه ځله د ښوونځي لپاره د مور پلار له خوږې غېږې جلا او مسافره شوه. اول ځل کله چې شپږ کلنه وه، او زموږ د کلي ښوونځي یې وسوزاوه، په بمونو یې والوزاوه. هغه وخت مې مور پلار دواړو خپل زړونه غټ کړل او موږ ته یې د زده کړو، لویو خوبونو په لور د مخکې تګ اجازه راکړه. زموږ کلیوال، ساده کوچیاني ادې ابا دا لویه قرباني ورکړه چې موږ یې له تیاره جونګړو د رڼا ښکلې دریڅه پرانیسته. هغه وخت موږ د خدای بختور وو، ځکه وړې ډیوې به هره اونۍ یوه شپه د خپلې خوږې مور غېږې ته رسوله او کلي ته به تله راتله . خو چې اووم ټولګي ته ورسیدله. دا ځل د علم او پوهې دروازو ته په ټول وطن کې غټ غټ قلفونه واچول شول. زموږ وړه ډیوه بیا ځلي د ښوونځي لپاره غرونه غرونه د یوې بلې لویې وچې مسافره او میشته شوه. دا ځل د خپلې مور له غېږې کالونه مسافره شوه. ډیوه ما وړه په خپله غېږه کې له نورو خویندو ورونو سره رالویه کړه، داسې لکه خپل اولاد چې مور پلار رالویوي. زه نن بې انتها خوشحاله یمه لکه مور چې خپلې وړې. بچۍ، لورکې له ښوونځي فارغیدو ته حوسیږي، یا ښایي تر هغې هم لوړ او ژور حس لرمه. نن له ویاړه نه پوهیږم څه ولیکم! له خدایه غواړم؛ زما وړه ډیوه دې بیا بیا راته همداسې وځلیږي. د نړۍ په بهترینو پوهنتونونو. کې لوړې زده کړې وکړي. ډیوه مې د افغانستان او ټولې نړۍ لپاره د خدای یوه ستره ډالۍ ده. باورمنه یمه؛ چې خپل انساني مسوولیت به په رېښتونې بڼه ترسره کړي. نن یو درد هم زړه کې لرمه چې د هغې همزولې او نورې په زرګونو نجونې وطن کې له زده کړو محرومې دي. خدای دې وکړي نور د وطن د لوڼو په مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي او هره بچۍ مو د علم په ګاڼه وپسولل شي.
مریم امرخېل کوچۍ
Region: DE
Friday 03 July 2026 15:02:46 GMT
Music
Download
Comments
1×4=1.Khosti 🇬🇧 :
علم رڼا ده کامیابه واسی ❤️
2026-07-03 20:15:07
4
🦅𝐖𝐚𝐡𝐢𝐝 𝐏𝐫𝐢𝐧𝐜𝐞🦅 :
مبارک شه🫡
2026-07-04 19:13:23
0
Zainudin Murad 🇦🇫 :
کوچۍ خورکۍ مې ویاړ مویی ❤️🇦🇫🌟
2026-07-03 15:58:30
4
Afghan :
تعلیم پوهه ده🥰
2026-07-04 01:49:43
1
🌾Afghan boy🌾 :
💐💐💐💐💐💐
2026-07-04 18:23:54
0
PASHTUN🇦🇫🇮🇪 :
تا سو او خورکی ته دی مبارک شی دلا برباوو په هیله کامیابه اوسی 🕊️
2026-07-03 20:58:12
2
Riyazullah Malekzai🇦🇫❤️ :
2026-07-04 16:25:13
0
Razzz :
خدای ج مو مور او پلار ته سوکاله او د خوښۍ ډک ژوند ورکړي چه داسې ویاړلې لوڼې یې زوموږ ټولنې ته وړاندې کړې
2026-07-03 16:48:57
4
مشعل اتل :
مبارک تاسی ټولو ته❤️❤️❤️
2026-07-04 13:28:33
0
خالید شباب :
ماشاءالله ماشاءالله مبارک شه ❤️❤️❤️❤️❤️
2026-07-04 05:22:18
1
Mr jane :
مبارک
2026-07-04 15:04:26
0
good day :
congratulations
2026-07-04 09:36:12
0
🇦🇫🥰نورnoori :
@🇦🇫🤏:ستاسو ته دې مبارک وې 🇦🇫❤️
2026-07-04 17:27:08
0
Salar Niazi :
🥰🥰مبارک شه
2026-07-04 10:45:52
0
Nizamusmani :
مبارک شه تاسی ټولوته
2026-07-04 14:25:45
0
ℍ𝕒𝕞𝕩𝕒 𝔸𝕗𝕘𝕙𝕒𝕟🤍 :
زما په ژوند به تر ټولو د ښواښئ ورز عهه وي چې زه له تا سره ميلو شم.😔
2026-07-04 12:10:00
0
عادل🫰🇦🇪Adail :
2026-07-04 14:20:15
0
FK احمدزي✌️ :
مبارککک 🥰
2026-07-04 12:22:06
0
DOST MUHAMMAD55555 :
ماشاءالله تبارك الله
2026-07-04 16:05:36
0
To see more videos from user @maryam_amarkhil, please go to the Tikwm
homepage.