@allleader: زه کله د الفت د مېکدو لېونی نه ووم زه کله د خائیست د رنګينو لېونی نه ووم زه کله د الفت د عظمتونو نه منكر ووم زه کله د خائیست د کمالونو نه منكر ووم ما کله په زخمونو کښې سپرلي نه دي ستايلي ما کله پرهرونه په ازغو نه دي ګنډلي ما کله د ګلونو د يارۍ نه توبه کړې ما کله د رنګونو رڼا نه ده نغمه کړې زما په برخه کله لېوني غمونه نه وو زما په لمن کله د تهمت داغونه نه وو زه كله باغي نه وومه خو سره مئین نه ووم زه کله زما ګرانه د زړه سره مئین نه ووم زه تل د محبت د عظمتونو ثناخوان یم زه ټول عمر په دې ګناه له ژبې اویزان یم زه نن هم د پرون غوندې په دې ګناه لتاړ يم زه نن هم د فتوو د توپو مخې ته ولاړ يم زه نن هم د سپرلي هره ښکالو نغمه كوومه زه نن هم زندگي د محبت په تار تړمه زما زړه خو هم دغه دی چې تا ته مې خودلی زما لېونتوب هغه دی چې تا خپله لیدلی خو زه د دغو ټولو حادثو سره بلد یم د ځان د سوزېدو د تماشو سره بلد#🍁جوند پرست🍁
💦🍁جوند پرست🍁💦
Region: SA
Monday 06 July 2026 18:46:10 GMT
Music
Download
Comments
JuNaiD KhaN :
Karan khan
2026-07-06 18:52:19
0
Z Rahman :
🥰🥰🥰
2026-07-07 10:48:59
0
Pir Kamran Khan :
🥰🥰🥰
2026-07-07 04:24:04
0
amaarkhan4321 :
❤️❤️❤️
2026-07-07 02:30:13
0
Luqman Mohmand :
✌️✌️✌️
2026-07-07 11:22:57
0
JuNaiD KhaN :
🥰🥰🥰
2026-07-06 18:52:03
0
Dawood Jan :
🥰🥰🥰
2026-07-06 18:51:45
0
Dawood Jan :
❣️❣️❣️
2026-07-06 18:51:44
0
см. Усама Саид🇲🇫 :
❤️❤️❤️
2026-07-06 18:50:22
0
Thoopan :
🥰🥰🥰
2026-07-07 14:00:47
0
To see more videos from user @allleader, please go to the Tikwm
homepage.