@khalid_playlist: بس دې افلاطونه ( نظم) بس دې افلاطونه فلسفه دې سمبال کیږده غونډ دې کړه دامونه او ته دې جال کیږده عقل عقل عقل څه دې؟ کفر کفر کفر دې عقل چې یې ګیر کړي دې غلام، غلام زما زه یې چې را ونیسم نو وړوکې دې زما نه لاندې کړم د پښو څنګه د سر مقام زمــا ډمه فریښته کړم، وینزه کړم بي بي د هوش د کور مرګ کړمه مالک د خیشت د مینې او د جوش د کور ورکړم ړوند بڼیاله ټول اختیار د رنګ او هوش د کور لوږه د دلال شم او خندا د ګلفروش د کور بس دې فلاطونه د خپل ډول ډبلۍ پورته که د مندر د حسن دې ته مخ د عقل کور ته که دلته ټول بیلات بیلات دې نشته دې ګټل ګټل دلته ژوند ورکول دي جمع کول را غونډول نه دي دلته مینه تش یو ښکلي سیند کې ډوبیدل نه دي دلته ژوند د غم داستان خندا ګډا کتل نه دي زرلکه معنې که د هلال د رڼا وکړې ته نشته دې په تا کې د هلال بڅرې یو زر زره رازونه دې کوهي کې ښکاره شوي دي نه دې ښولې تاته د ارمان کمترې یو دلته ډیر خوبونه د رڼا لیدلي شوي دي نه دي ښولي تاته خپلې مړې دلبرې یو ته لیونی نه شوې، لیونتوب ته جلال پریږده کښینه افلاطونه فلسفه دې سمبال کیږده تا سره ده تله د سیرونو د منونو دلته بحرونه دي او تور او درانه غرونه ته یې بیوپاري د عطرو ګډو د چرګانو دلته کې پراتې دي ولولې او امیدونه تا له یو قطره شراب دریاب د تورو ذهرو دلته کې پراته دي په زرګونو ډک مخونه اې د رڼا زویه دلته لړې او خوبونه دي ته آدم لاس یې د آدم سترګې او سر ته د ده پوشاک د ده لباس د ده بستر ته د ده وجود د ده ارام د ده بهبود ته د ده قانون د ده اقا د ده آفسر دلته تول تلل دي ستا د تلې نه اوچت غرونه دعقاب دي د بلبلې نه اوچت ستا سترګې روښانه دي خو زړه دې دروند او تور دې تا کره روښانه ستورې نه دې اور دې اور دې غني خان بابا

khalid_playlist
khalid_playlist
Open In TikTok:
Region: PK
Monday 06 July 2026 20:29:58 GMT
1977
173
4
17

Music

Download

Comments

sartajahmadkhan778
𝑺𝑨𝑹𝑻𝑨𝑱 𝑲𝑯𝑨𝑵 :
❤️❤️❤️
2026-07-07 12:13:17
0
hassanyusufzai09
Hassan ☘️ :
♥️♥️♥️
2026-07-07 12:06:04
0
user18651323488464065451
khushal khan :
❤️❤️❤️
2026-07-07 00:35:15
0
gandayarbash7
Ganda🥰yarbash🥰 :
💞💞💞
2026-07-07 12:25:05
0
To see more videos from user @khalid_playlist, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About