@omar2047_azizi: #foryourpage #foryou #afghanistan🇦🇫 ‏د افغانستان کرکېټ کورنۍ، د شاپور ځدراڼ عزیزانو او مینه والو ته، د ورزشي ویاړونو د دغه «دنګ چنار» په پرېوتو خپلې ژورې خواخوږۍ رسوم. ‏  ‏د شاپور مړینې زموږ کرکېټ بې دغه ستوري او ډېرئ ځوانان چې هغه ته یې د بېلګې په سترګه کتل، بې دغه سیوري کړل.    ‏  ‏هغه په سختو ورځو کې، په خپلو غورو لوبو زموږ ولس ته ویاړونه راوړل او څه باندې یوه لسیزه یې افغانانو ته په خپلو بریاوو خوښۍ وبخښلې. ‏  ‏د هغه مړینه د افغانستان د کرېکټ غوړېدلې لوبې ته لوی زیان دی. کورنۍ ته دې یې الله (ج) د زړه صبر ورکړي او هغه ته دې د اوږدې ناروغۍ دردونه  او زجرونه او افغان ملت ته ګټلي ویاړونه د مغفرت  وسیله کړي. د هغه نوم دې زموږ د اوسنیو او راتلونکو نورو ستورو په بریاوو کې لا وځلېږي. ‏  ‏د ټولو ورتګ لوی څښتن ته دی. ‏انالله و انا الیه راجعون

پیر صاحب
پیر صاحب
Open In TikTok:
Region: DK
Tuesday 07 July 2026 11:38:30 GMT
447
40
0
2

Music

Download

Comments

There are no more comments for this video.
To see more videos from user @omar2047_azizi, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About