@genralshirzad: [ياد تأثر علي أنصار صاحب رالېږلی په فيسبوک کې يې آدرس بلاک شوی.] د آمو خونړۍ څپې... تأثر - علي أنصار پر مخ مې یخه هوا ولګېده، لکه کمپله چې را نه لیرې شي، پر اوږه مې دروند لاس حس کړ، سره وښورېدم، یاره! سعیده ته خو هم بې له خوبه بل کار نه لرې، دا د بدخشان جنتي موسم ته وګوره او دا ستا خوبونه وګوره؛ را کښېنه، خو د برکي ګرمیو مو نفس را وکښى، د کابل پنکو او کولرونو مو بيا د بدن اوبې وچې کړې، یاره چې دا د ګرمۍ وخت کې مو دلته کډې راوړلای سخت خوند به یې کاوه. سړه ارږمۍ مې وکښل، په خوبلنو سترکو مې ور وکتل؛ شینوګیه پرې مې ږده، يو خو ټوله ورځ را باندې په منډو تېره شي، دغه لږ وخت چې پیدا شي، ستا د طبیعت زمزې نه خلاصېږي، تر اوسه خو دې له احمد بچي سره خبرې کولې، مونږ مجردانو ته خو همدا یو خوب را پاتې دی، دې ته مو بیا ته نه پرېږدې. ولا احمد زوی مې پنځه کلن شو خو ګرانښت یې د هم هغه لومړنیو کلونو دی، نه پوهېږم دا څومره مینه ده، چې هيڅ مې له یاده نه وزي. شینوګی مې اجمل ته له نازه وایه، خړې سترګې یې وې، خو ورور یې یحیی شین سترګى وو، استشهادي مجاهد وو، ۲۰۱۷ یې کې ګلالۍ ځواني تر سپېڅلي شریعت قربان کړل، د هغه نوم مې پر ده ايښى وو، همدا دوه ورونه وو، پلار یې شپېته کلنۍ ته رسېدلی وو، له لکړې سره به ګرځېده، خو عقیده یې ډېره ځوانه او راسخه وه، مونږ چې به حجرې ته ورغلو ویل به یې: په زامنو مې خوارۍ او تجارت نه دی کړی، ما ویل جهاد وکړئ، له لوږې نه مرو، دا دین تر هر څه لوړ دی، خدای دې يې نیتونه صالح کړي، خبره مې مني؛ یحیی خو شهید شو، دغه بل لکه چې لټ دی، ځان یې واېست، ما وېل شهید به شي، خو ده به ویل چې نه مې لېږي او نوبت نه را رسېږي، دا دی پاتې شو، اوس پرې ډارېږم چې دا دنیوي شوق وا نه خلي، د شیطانانو دسيسې خو وینئ چې ګام په ګام غوړېدلي دي. مونږ به د اجمل د بابا خبرو هېښ کړو، دا کوم یقین او کومه عقیده ده چې دومره پخه ښکاري؟ له بسترې پورته شوم او اودس مې تازه کړ، اجمل تر لاس ونیولم او له مېلمستون څخه دباندې را ووتو، په غرونو سپینې واورې لا هم ځای ځای ښکارېدې، خو یخني ډېره وه، کله کله به یخه سېلۍ هم ور سره ملګرې شوه؛ دا چې زه په وجود کمزوری وم نو کله کله به مې له یخنۍ لړزه وشوه، د اجمل را پام شو، خپل څادر یې را کړ؛ خوږې خوږې کیسې مو وکړې، اجمل د شهادت او استشهاد ډېره تلوسه درلودل، د تل په څېر يې نن بيا را ته وویل چې، ګوره تر دې یوه ارمان مې څومره ډېر ارمانونه نذرانه کړي، خو خدایزده څه غفلت به مې کړى وي، چې نه را ته رسېږي؛ ته را ته وګوره: مورکۍ مې د یحیی له شهادت وروسته را پسې لېونۍ غوندې ده، بابا چې مخامخ وي وایې شهید شه، خو د زړه دردونه یې ماته معلوم دي، احمد بچي ته ګوره؛ په دې پنځه کلونو کې مې پنځه شپې مسلسلې نه دې ور سره کړي، همدا نظام او شهادت دی، خو نه را رسېږي. ما یې خبرو ته غوږ ایښی وو، هو او ښه به مې ور ته ویل، د غره څنګ ته لوړې غونډۍ ته را ورسېدو، لاندې یې د آمو سیند ته غځېدلی کوکچه سیند ښکاره شو، اجمل یوه وړه نعره او خوږه مسکا وکړه، ما ته یې را وکتل او ویې ویل: ها، هغه دی سیند؛ وګوره څه مستې څپې وهي، ما ته د دروېش ترانه را یاده شوه چې وايي: مست شول بیا آمو فرات، مستې یې څپې شولې مست یې ولسونه شول، مستې یې جذبې شولې اجمل د روانو اوبو، خصوصاً د لویو سیندونو ډېر شوق درلود، څپو او موجونو ته یې طبیعت برابرېده؛ ویل به یې: ولا هر څه مې زده کړل، یو دغه لامبو مې نه زده کېږي، ډارېږم له اوبو، دغه مینه مې هم له همدغه وجې ور سره ده چې تلوسه یې لرم خو نه ور رسېږم. د طبيعت د دې ښايستې منظرې ننداره مو تازه شروع کړې وه چې په مخابره کې زما په نوم غږ وشو، زه را روان شوم، اجمل وېل زه لږ وروسته در ځم. تر مازدیګره بل چیرته مصروف وم، لمر نو نوره خپله زرینه لمن ټولوله چې یو ځلې بیا د مخابرې کښهار شو، اورئ؟ اورئ؟ اورئ.. د خبيب دوی موټر اوبو ته لوېدلی، ملګري ورک دي، راشئ. دا غږ لکه اسرافېل چې شپېلۍ ووهي، سر را باندې وګرځېده او د ځواب لوری را نه ورک شو، ښه شېبه وروسته مې په پښو کې ساه وچلېده او دباندې مې را منډه کړل، د بدخشان د غرونو تېرو تيږو مې نور په یبلو پښو د درد اثر نه کاوه، یوازې به مې پر تېږو د وینو لنده بل احساساوه، تر ټاکلي ځای مې ځان را ورساوه، ملګري ولاړ وو، ټولو ته مې په یوه ځغلنده نظر وکتل، د سر څړیکې مې زیاتې شوې، لکه په کوم څه پسې چې ګورم او نه یې وینم، تر خولې مې بې اختیاره چیغه را ووته، اجمل چیرته دی؟ ملګرو سترګو ته څادرونه نیولې وو، یوه یې د سیند ښې خوا ته لاس ونیو، پر زړه مې درنه جټکه راغله، سترګې مې سره وړې کړې، خو تور یې په ورک کېدو وو، د امو مستو څپو یو سور زبېښلى ګلاب را خیستی و.....
حاجی ریحان لوګروال 💫
Region: FR
Tuesday 07 July 2026 19:51:12 GMT
Music
Download
Comments
𝐄𝐃𝐑𝐈𝐒 𝐙𝐀𝐁𝐔𝐋𝐈 :
تقبلهم الله
2026-07-10 04:44:02
0
بدرالدین بدر :
جاررر
2026-07-08 04:23:12
0
انصار :
تقبله الله
2026-07-08 02:55:30
0
zazai519 :
2026-07-07 19:57:44
0
zazai519 :
2026-07-07 19:57:48
0
user3216620797705 :
😭 تقبله الله
ورځ ترقیامته به می هیر نشی
2026-07-10 06:47:29
0
قــاری نــویــد :
😭😭😭😭اللهم تقبله شهادة هم
2026-07-10 05:57:54
0
محمد ولی :
🤲🤲🤲
2026-07-10 01:14:24
1
Sayeed khan :
🥰🥰🥰
2026-07-10 07:29:44
0
نویداحمد خاکسار :
🥰🥰🥰
2026-07-10 07:16:32
0
wali shah ghabizai :
😭😭😭
2026-07-10 05:32:30
0
بدري جانان 😘 وزیر وال :
😭😭😭
2026-07-10 06:36:14
0
Basher Ahmad :
😭😭😭
2026-07-10 06:47:15
0
💸𝑺𝒆𝒅𝒊𝒒𝒊 ⓞⓕⓕⓘⓒⓘⓐⓛ👑🦅 :
🥺🥺🥺
2026-07-10 06:31:41
0
حافظ بدرالدین :
😢😢😢
2026-07-10 06:19:53
0
اشرف 💔 ملنک :
😭😭😭
2026-07-10 06:02:05
0
انور😍خان😘ارمانی💔 :
🥰🥰🥰
2026-07-10 07:43:27
0
𝕸𝖆𝖘𝖙𝖆𝖗,,𝕾𝖆𝖗𝖆𝖏,, :
😭😭😭
2026-07-10 07:54:20
0
Aman :
😢😢😢
2026-07-10 04:54:04
0
𝐄𝐃𝐑𝐈𝐒 𝐙𝐀𝐁𝐔𝐋𝐈 :
😭😭😭😭😭😭
2026-07-10 04:43:51
0
ښایسته ځوان :
😭😭😭
2026-07-10 03:31:24
0
Hkپختون :
🥺🥺🥺
2026-07-10 03:08:22
0
عادل بدری :
😭😭😭
2026-07-09 19:30:26
0
کوچنی خانوو :
🥺🥺🥺
2026-07-09 19:05:46
0
امیری صاحبه :
😢😢😢😢😢😢
2026-07-07 20:17:43
0
To see more videos from user @genralshirzad, please go to the Tikwm
homepage.