@shafiqullahasmats: نن مو خپل شاپور جانان د خاورو غېږې ته وسپاره هغه شاپور، چې زموږ د هرې خوښۍ، هر مجلس او هرې بریا برخه و، نن د خاورو لاندې پروت دی. هغه شاپور چې موږ به یې د لوبې په هر اور، هر ویکټ او هرې قربانۍ ویاړلو. هغه شاپور چې د هغه له خبرو، موسکا او ټوکو به مو ساعتونه ساعتونه خوند اخیست. هغه شاپور چې مجلس به یې په رنګین محفل بدل کړ، او موږ به ټولو په مینه زوراوه، خو هغه به تل په هماغه لوی زړه او ښکلي اخلاص زموږ خبرې په خندا زغملې. هغه شاپور چې لوړ قامت یې د افغانستان د ملي لوبډلې د زمرو په منځ کې د غر په څېر ښکارېده، او د وطن د بیرغ لپاره یې خپل هر څه قربان کړل. خو تر ټولو دردوونکې خاطره مې دا ده… شاپور به د MRI ماشین ته نه ورننوت، او بېرته به ترې راووت او په نیمه موسکا به یې ویل: “قبر دی… قبر.” نه پوهېدو چې دا خبرې به یې دومره ژر حقیقت شي. وروره… نور به دې غږ څوک نه اوري، نور به دې خندا زموږ مجلسونه نه رنګوي، نور به دې لوړ قامت د افغانستان د زمرو په منځ کې نه ښکاري، خو ستا نوم، ستا میړانه او ستا خاطرې به زموږ له زړونو هېڅکله ونه وځي. ګرانه وروره شاپوره! الله تعالی دې قبر له نورونو ډک کړي، لحد دې پراخ او ارام وي، او الله تعالی دې د جنت الفردوس تر ټولو لوړې درجې در په برخه کړي. ته لاړې، خو زموږ د زړونو یوه برخه دې هم له ځان سره یوړه. إنا لله وإنا إليه راجعون. 🤲