@saleem__typist5: #pashtosong #pashtotapay #unfrezzmyaccount #viraltiktok #aveeplayer زما زړۀ دې وي داغدار ښه ستا خالونه په رخسار ښه ته رنګ رنګ جوړوه زلفې زما عمر دې په دار ښه ته په سترګو کې موسکۍ شه ښخ زما په زړه کې خار ښه ګله تا بهار ته بوځي له رېباره، نوبهار ښه نن دې کړې دنداسه ده اور دې بل په هر ګفتار ښه ته چې لږ پرې خوشالېږې غم زما په سر بسیار ښه د وصال په شپه تلوار کړې دی تلوار، دې له تلوار ښه وعده مه کوه خو راشه له ګفتاره وي کردار ښه چې اشنا د چا طبیب شي هغه درست عمر بیمار ښه زه قیدي د رواج نه یم ګرېبان مې تار په تار ښه ته مغروره او بې نیازه زه نیازمند یمه، خاکسار ښه ستا د وروځو له دې ګونجې د تېرې تورې پرهار ښه په ژړا زما سوالونه په خندا د تا انکار ښه شپه د وصل سروه قده له وصاله دې رفتار ښه اوس وصال دے ګیلې مه کړه هر یو کار وي په خپل وار ښه ته زما د کور په لاره او زۀ ستا د کور په لار ښه ستا تازه ښېوې نازونه د حمزه تازه اشعار ښه

𓆩 𝐒 𝐀 𝐋 𝐄 𝐄 𝐌 !!•
𓆩 𝐒 𝐀 𝐋 𝐄 𝐄 𝐌 !!•
Open In TikTok:
Region: PK
Friday 10 July 2026 18:33:01 GMT
539
44
2
4

Music

Download

Comments

abdulmanan639
Abdul Manan :
🥀🥀🥀
2026-07-10 18:41:47
0
user915391555
Hayan♡Gulli :
🥰🥰🥰
2026-07-10 18:54:54
0
To see more videos from user @saleem__typist5, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About