@ptm.quetta0: منظور څه غواړي؟ منظور پښتین وایي چي پنجاب کله هم لږ زور پیدا کړی دی لومړنی ګوزار یې پر افغان ملت کړی دی د پنجاب لومړنی زور د رنجیت سنګه زور و چي تر ټولو مخکي د افغانانو خلاف استعمال سو او بیا تر اوسه چي کله هم دوی موقع پیدا کړې ده پر افغانانو یې ګذارونه کړي دي له افغانانو سره د پنجاب دښمني ازلي ده پنجاب تل په دې فکر کي وي چي څنګه افغانان وځپم دا تاریخي حقیقونه دي او زموږ مخته په ژوندۍ بڼه هم تکراریږي چي تېر پنځوس کاله پنجابیانو د افغانانو له هیڅ رنګه ربړ ،ځوروني او ورانوني څخه ډډه نه ده کړې پنجابیان د انګرېز دتجربو له مخي هڅه کوي چي ددې سیمي د مهار لپاره افغان ملت دومره ضعیف وساتي چي دځان ساتلو توان نه ولري که افغان ملت پر پښو ولاړ وي په دې سیمه کي د پنجاب یا بل هیڅ قوت بدمعاشي ناشونې ده منظورپښتین وایي چي د پاکستان جوړېدل په یوه حواله هم په موږ پوري نه تړل کیږي په تاریخي ،فرهنګي ،جغرافیوي تر دې چي زموږ رایه نه وه کي شامله دا د انګرېز له لوري جوړ سوی دی منظورپښتین د قاٸداعظم نوم نه یادوي او پر ځای یې د محمدعلي جناح نوم کاروي دادمنظور پښتین د باغي فکر یوه نمونه ده چي د دښمن په تعریف کي هیڅ کمی نه پریږدي منظور پښتین دا واضحه کول غواړي چي د پنجاب هر رنګه ملګرتیا د افغانانو دځپلو معنا لري هغه که د پولیس او فوځي په جامه کي وي یا د سیاسي اتحادونو او پارلماني جوړښت په جامه کي وي دلته باید داحقیقت تسلیم سي چي پاکستان معنا د پنجاب استعار ددې استعمار په څنګ کي اوسېدل ،د جمهوریت ،اسلام ،ورورولۍ او په هر نوم ددوی سره ملګرتیا د پنجاب استعمار ته قوت ورکول دي د منظور پښتین په تېر ایکس سپېس کي خبري خورا عجیبه غوندي وې موږ ډېر ناوخته دداسي خبرو تمه درلوده خو دا چي منظور پښتین ډېر وختي شروع په وکړل له دې څخه ښکاري چي منظور پښتین ډېر چابک سفر کړی دی ،سخت محنت یې کړی دی او د کلونو اوږده لار یې ډېره لنډه کړې ده اوس خبره دپاکستان تر ایین ،عدالتونو او احتجاجونو تېره سوې ده منظور پښتین سیده د ازادۍ ناره پورته کړه په ډېر ښکاره انداز یې وویل چي موږ ازادي اخلو تر دې مخکي منظورپښتین د پاکستان ایین د سپر په توګه کاروی اما اوس پي ټي ایم تر هغې مرحلې وتونکی دی د منظور پښتین له تېرو خبرو څخه ښکاري چي پي ټي ایم نوي مرحلې ته داخلیږي او دا مرحله به تر تېري مرحلې ډېره اغېزمنه وي په دې مرحله کي به پي ټي ایم یوازي په دفاعي حالت کي نه وي بلکه ګذار به هم کوي ، مقابل لور ته به د برابرۍ ځواب هم ورکوي او د یو لوی قوت په حیث به راڅرګندیږي#جــانان_مــنظور♥️♥️ #PashtunTahafuzMovement #ManzoorPashteen #PTMZindabad #ptmquetta0 @Manzoor Ahmad Pashteen

PTM 🇦🇬✌️
PTM 🇦🇬✌️
Open In TikTok:
Region: PK
Friday 17 July 2026 19:50:14 GMT
11823
3610
180
128

Music

Download

Comments

user759078224
PTI peshawar :
2026-07-17 20:03:52
7
kaleemjogezai007
KKJ :
wowow
2026-07-23 22:45:40
0
tawab.shah73
تواب شاہ :
2026-07-21 20:59:56
5
aslatkhan32
🌹Poخtoon NفغاA🌹 :
إن شاء الله
2026-07-27 03:54:57
1
makidullah4
Makid ullah wazir :
2026-07-18 02:48:25
1
user211688068
محمد ناصر منصور :
❤️❤️❤️❤️
2026-07-26 18:00:03
0
husainpathan88
حسین خان :
2026-07-22 09:40:37
0
muhammad.yar.hari
Muhammad yar harifal55 :
💜💜💜🥰
2026-07-26 02:13:41
0
abdullah_khan_ptm
Abdullah Khan PTM :
2026-07-18 07:57:21
1
khaplekakar1
🧧اللہ بادشاہ دی 💫. خپل کاکڑ :
تر ہر پشتون میہ جار کہ ⚔️🫡
2026-07-26 07:31:01
1
khistagulahmadzai10
khistagulahmadzai10 :
mashar
2026-07-24 20:37:41
0
malangjan7153
🫶🇦🇫ORAKZIA PTM🇦🇫🫶 :
🥀🥀🥀
2026-07-17 20:02:36
0
To see more videos from user @ptm.quetta0, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About