@younas_tanha: د نورستان پارون بازار او ځینو نورو سیمو کې د سیلابونو غمجنې پېښې زموږ زړونه ودردول. دا د الله تعالی د قدرت یوه نښه ده، راځئ چې ترې عبرت واخلو، خپل عملونه سم کړو او د الله رحمت وغواړو. یا الله! پر زیانمنو خلکو رحم وکړه، مړو ته جنت او ژوندیو ته صبر ورکړه، او زموږ وطن له هر ډول افتونو وساته. 🤲💔