@atalkhan_22: مياں افتخار حسين د امن مبارز ! کله چې د پښتنو د سياسي شعور، ولسي مبارزې او د امن د نه ستړې کېدونکې هلو ځلو يادونه کېږي، نو د مياں افتخار حسين نوم د درناوي، قربانۍ او استقامت د يو روښانه سمبول په توګه مخې ته راځي. هغه له هغو سياسي مشرانو څخه دی چې د خپلو خبرو ترڅنګ يې د خپل عملي ژوند په هر پړاو کې د خپل فکر بيه هم ورکړې ده. مياں افتخار حسين د خپل سياسي ژوند ډېره برخه د جمهوريت، عدم تشدد، د اولس د حقونو او د امن لپاره وقف کړې ده. هغه په داسې حالاتو کې هم د سولې، ورورولۍ او سياسي شعور غږ پورته کړی، چې د تاوتريخوالي، ويرې او بدامنۍ توره فضا پر سيمه خپره وه. د ميا صيب مبارزه د باچا خان د عدم تشدد فلسفه ده، هغه فلسفه چې د وسلې پر ځای د خبرو، زغم او سياسي شعور لار خپلوي. خو د مياں افتخار حسين د ژوند تر ټولو ستر او دردناک باب د خپل ځوان زوی، مياں راشد حسين، شهادت دی. د 2010 کال د جولای په 24مه نيټه، ترهګرو په بې دردې سره مياں راشد حسين شهيد کړو. دا يوازې د يو پلار د زوی شهادت نه وو، بلکې د امن پر فکر، د جمهوريت پر ارزښتونو او د عدم تشدد پر فلسفې هم يو ظالمانه بريد و. نن د مياں راشد حسين د شهادت شپاړسمه کليزه ده. شپاړس کاله تېر شول، خو د هغه قرباني لا هم د امن د مبارزې په تاريخ کې د تل لپاره ژوندۍ ده. د هر بااحساس انسان لپاره دا تصور هم سخت دی چې يو پلار دې خپل ځوان زوی مرګ وويني. خو د مياں افتخار حسين عظمت په دې کې دی چې دې لوې غم سره يې د نفرت لار خپله نه کړه، د انتقام ژبه يې ونه کاروله او د امن له مبارزې څخه يو ګام هم شاته نه شو. دښمن غوښتل د يو پلار زړه مات کړي، د هغه اراده کمزورې کړي او د امن غږ چوپ کړي، خو نتيجه يې برعکس راووتله. مياں افتخار حسين له دې ستر غم وروسته هم په هماغه مېړانه، حوصلې او استقامت د امن، جمهوريت، قانون واکمنۍ او د پښتنو د حقونو لپاره خپله مبارزه روانه وساتله. ده وښوده چې فکرونه د زور، وژنې او ترهګرۍ په وسيله نه وژل کېږي. د مياں راشد حسين وينه د دې خبرې ژوندی ثبوت دی چې د امن لار ارزانه نه ده، دا لار د قربانيو، صبر او نه ستړې کېدونکو مبارزو غوښتنه کوي. د هم دې قربانيو له برکته نن هم د امن، سياسي شعور او عدم تشدد پيغام ژوندی دی. په داسې وخت کې چې زموږ ټولنه لا هم له بېلابېلو ستونزو او بدامنې سره مخ ده، د مياں افتخار حسين ژوند او مبارزه موږ ته دا درس راکوي چې د حق او امن لپاره مبارزه بايد د هر ډول ويرې او قربانۍ باوجود دوام ولري. موږ د مياں راشد حسين د شهادت د شپاړسمې کليزې په مناسبت هغه ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کوو، د هغه د لوړو درجو دعا کوو، او مياں صيب ته لوې ژوند، روغتيا او لا زياتې حوصلې هيله لرو. د دوی قربانۍ به د امن، عدم تشدد او اولسي مبارزې په تاريخ کې د تل لپاره په درناوي يادېږي. ~اتل خان #mianiftikharhussain #AwamiNationalParty #ANP #AtalKhan #foryou

Atal Khan 🚩
Atal Khan 🚩
Open In TikTok:
Region: PK
Friday 24 July 2026 08:57:24 GMT
14751
1191
38
65

Music

Download

Comments

monu_7712
آصف حیات فتح خان خیل ♟️ :
The brave father of barve son ❤️✨
2026-07-24 16:44:26
2
sajjad_____1
Sajjad Àhmád🚩 :
میا صیب 💔
2026-07-24 10:27:37
0
hamxaahmad91
🔥Itx--Hamzou🔥 :
2026-07-24 19:30:31
0
shaayannnnn
♔ شایان♔ :
great
2026-07-24 19:30:03
0
drwisal8
🩺 Dr✒WiSaL 🥼 :
derr gran kar de yarr qasm de allah de taso la sbr drke yr
2026-07-24 17:14:05
0
naseebkhan116121
naseebkhan116121 :
2026-07-24 11:58:56
0
dr..usman.ali2
Dr. USMAN ALI :
mai seb Allah de taso la da Rha sabar darki
2026-07-24 13:14:20
0
vicki_0826
𝙒𝙖𝙦𝙖𝙨 𝘾𝙤𝙢𝙧𝙖𝙙𝙚 :
mian saib hosali ta salam
2026-07-24 09:01:32
0
its_shehzad_khan2
SK 🥃 KHAN :
Da zowan zovi marg Plaar La MLa Mata kee 🥺
2026-07-24 18:19:24
0
imrankhanp.8.0.4
ABDULLAH KHAN :
🥺🥺🥺
2026-07-24 18:39:09
0
king.man8983
king man :
🥺
2026-07-24 17:43:35
0
zakriya_jan_
ZAKO JAN :
😳😳😳
2026-07-24 17:18:36
0
shamii9012
shamii :
🥰🥰🥰
2026-07-24 17:52:44
0
ramzanmashwani
Ramzan Mashwani :
💕💕💕💕💕
2026-07-24 17:51:40
0
mansoor_sabyaq_4
MansOoR SAßYAQ 🚩 :
❤️❤️❤️
2026-07-24 18:25:37
0
yqsaqib.shento
yqSaqib Shento :
😭😭😭
2026-07-24 17:29:52
0
imranmohmand946
Imran Mohmand946🚩 :
💔💔💔
2026-07-24 18:54:23
0
imad_hasham
IJ_⚔️Hasham⚔️_677 :
❤️❤️❤️
2026-07-24 17:04:08
0
123laibakhan1
Laiba Khan♥️🇦🇫 :
😂😂😂
2026-07-24 17:02:11
0
hamza..wardak
★᭄█▬█AMZa 💫.💎 :
🌸🌸🌸
2026-07-24 16:49:48
0
olonga6
sham :
😭😥😭😥
2026-07-24 16:46:53
0
hubaibkhan570
king :
🥰🥰🥰
2026-07-24 09:17:37
0
To see more videos from user @atalkhan_22, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About