@peersaib513: موسم لکه چی ستا د اداګانو نه بدل دے دا عکس دې د دې نورو تصویرانو نه بدل دے انداز یی په ښکاره که دهندوانو نه بدل دے خو پټ دغه سری مسلمانانو نه بدل دے د سرو مچو په کور هم چې ورانېږي خفه کېږم زما دا مزاج بعضی انسانانو نه بدل دے توپک راپسې نه راوړي خو هره ورځ مې وژني زما د سر قاتل د قاتلانو نه بدل دے زما هم په طلب کښې پخوانۍ سرکشی نشته او څه میلیونتوب هم د یارانو نه بدل دے دوئ ونو نه مېوې غواړي او زه د ونو سيوري عادت می د دې خپلو اشنایانو نه بدل دے خبر نه غواړي په خلقو د دعا خېرونه وېشي اقباله ! دا ملنګ د ملنګانو نه بدل دے