@matzra110: #CapCut #matzara💔😭 #پشتون_تاجیک_هزاره_ازبک_زنده_باد🇦🇫 #pashto #viral ستا له تګه مې زړه مات شو، خو ژوند نه دی درېدلی. شاید وخت به زما هر زخم ورو ورو ورغوي. ماته به بل لالی خدای راکړي، خو ستا د یادونو ځای به بیا هم تش پاتې وي. نه به دې یاد کړم، نه به دې مخ ته وګورم، ځکه ځینې خلک یوازې د ژوند درس وي، نه د ژوند ملګري. ما چې درسره مینه وکړه، له زړه مې وکړه؛ خو تا یې ارزښت ونه پېژانده. اوس مې زده کړل چې هر څوک د مینې وړ نه وي. زه به خپل درد په چوپتیا کې وزغم، او خپلې اوښکې به یوازې خدای ته توی کړم. که یوه ورځ دې زما قدر در یاد شو، شاید زه ډېر لرې تللی وم. بیا به نه زما غږ وي، نه زما انتظار، او نه به زما مینه ستا په نصیب کې وي.