@hamnwa8: د رسول الله ﷺ له وفات وروسته، حضرت بلال (رض) به د مدینې منورې په کوڅو کې ګرځېده او خلکو ته به یې ویل "ای خلکو! که تاسو چرته رسول الله ﷺ لیدلی وي، نو ما ته یې هم وښایئ." بیا یې وویل چې اوس په مدینه کې زما پاتې کېدل ګران دي، نو د شام ښار "حلب" ته ولاړ. تقریباً شپږ میاشتې وروسته یې په خوب کې د نبي کریم ﷺ زیارت وکړ، رسول الله ﷺ ورته فرمایل: "ما هذه الجفوة، يا بلال! ما آن لک أن تزورنا؟" ای بلاله! دا څه بې وفايي ده؟ ایا زموږ د لیدو وخت نه دی رارسېدلی؟ حضرت بلال (رض) چې له خوبه راویښ شو، سمدستي په اوښه سپور شو او د "لبیک یا سیدی یا رسول الله" نعرې یې وهلې او د مدینې په لور روان شو. کله چې مدینې ته داخل شو، لومړی مسجدِ نبوي ته ورغی او په ډېر شوق او تندې سره یې د رسول الله ﷺ لټون پیل کړ. کله به یې په جومات کې لټاوه او کله په حجرو کې؛ کله یې چې پیدا نه کړ، نو د سرورِ کائنات ﷺ په قبرِ انور یې سر کېښود او په ژړا شو. ویل یې: "یا رسول الله! تاسو ویلي وو چې راشه او ملاقات وکړه، غلام دې له حلبه ملاقات ته حاضر شوی دی." دا یې وویل او بې هوښه شو، تر ډېره وخته بې هوښه پروت و. په دې کې په ټوله مدينه کې خبر خپور شو چې د رسول الله ﷺ مؤذن حضرت بلال (رض) راغلی دی. د مدینې سپین ږیري، ځوانان او ماشومان راټول شول او عرض یې وکړ: "ای بلاله! یو ځل هغه اذان راواوروه کوم چې به دې د محبوبِ ﷺ په زمانه کې کاوه." حضرت بلال (رض) معذرت وغوښت او ویې ویل: "کله چې به ما اذان کاوه او د ’اشهد ان محمداً رسول اللہ‘ کلمو ته به ورسېدم، نو د رسول الله ﷺ په زیارت به مې سترګې یخېدې، اوس به دغه کلمې وایم نو چا ته به ګورم؟" بالاخره ځینو صحابه کرامو مشوره وکړه چې د حسنین کریمین (امام حسن او امام حسین رضي الله عنهما) څخه سفارش وشي، ځکه بلال (رض) د هغوی خبره نه شي ردولی. امام حسین (رض) د حضرت بلال لاس ونیو او ویې فرمایل: "يا بلال! نشتهی نسمع أذانک الذی کنت تؤذن لرسول اللہ ﷺ فی المسجد." ای بلاله! موږ نن ستاسو څخه هغه اذان اورېدل غواړو چې زموږ نیکه، د الله رسول ﷺ ته به دې په دې جومات کې کاوه. اوس حضرت بلال (رض) د انکار لاره نه لرله، نو په هماغه ځای ودرېد چېرته چې به یې د حضور ﷺ په ژوند کې اذان کاوه. د سیرت په کتابونو کې د اذان حال داسې بیان شوی دی: کله چې یې په لوړ غږ "الله اکبر الله اکبر" وویل، ټوله مدینه ولړزېده. کله چې یې "أشهد أن لا إلٰه إلا اللہ" وویل، په خلکو کې هیجان نور هم زیات شو. کله چې د "أشهد أنّ محمداً رسول اللہ" کلمو ته ورسېد، نو ټول خلک، حتی پرده ناستې مېرمنې هم له کورونو راووتلې. داسې عجیبه د ژړا او زارۍ منظره وه چې خلکو ویل ګني رسول الله ﷺ بېرته تشریف راوړی دی. د رسول الله ﷺ له وفات وروسته په مدینه کې داسې ورځ نه وه لیدل شوې چې دومره زیاتو خلکو پکې ژړلي وي.#viral #pashto #sad #foryou #fyp

📚✍️طوفان🥀🇦🇫
📚✍️طوفان🥀🇦🇫
Open In TikTok:
Region: IR
Saturday 01 August 2026 17:16:25 GMT
4041
397
31
13

Music

Download

Comments

ea____gle1
🦅Ea✍️📚gle🦅 :
فخر موجوده سرور کاینات جناب محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم
2026-08-01 18:41:40
1
.pating.khabre
master qadeer :
love you Muhammad saw
2026-08-01 19:50:10
0
ghafarjansafi
Prince Safi 😎 :
الله دی اجر درکی 🥹🥹
2026-08-01 21:10:58
0
appleuser78992465
Haqiqat :
صلالله علیه وسلم
2026-08-01 21:00:32
0
saheel.maalang
SaHeeL MaaLanG :
الله اکبر
2026-08-01 18:48:57
0
zadran720
AB ZADRAN :
محمد مصطفی صلی الله علیه و اله و سلم
2026-08-01 19:44:37
0
hakimullah.hakimi82
Hakimullah Hakimi :
الله اکبر
2026-08-01 18:17:29
1
ajmal.khoja2
Ajmal Khoja :
الله اکبر سبحان الله🥰
2026-08-01 18:21:54
0
akarabgulkhan
AK😈, ๏̯๏ملنګ زلمی🦅Safi :
2026-08-01 17:39:27
0
hamid.lagmany
Hamid Lagmany :
حضرت محمد ص علی وصلم ص😭😭😭😭😭
2026-08-01 20:34:47
0
sajedehafrashteh
Haiaturahman :
الله ج یقن وکه وروره چی په ژوند می دومر نو ژلی لکه دی کسی ته مننه وروره🥰🥰🥰🥰 ژوندی اوسی
2026-08-01 19:22:21
0
rahmatullahtotak5
Rahmatullah Totakhil :
محمد ص 🥺🥺🥺
2026-08-01 17:24:58
0
fazal.faqirzai
Fazal Faqirzai :
محمد ص
2026-08-01 18:22:39
0
.pating.khabre
master qadeer :
Muhammad saw
2026-08-01 19:50:02
0
naseem.kjan0804
Naseem Jan 796 :
مُحَمَد ﷺ
2026-08-01 18:36:24
0
userwewe770
سعید :
@🥀🥀🥀🥀🥰🥰🥰
2026-08-01 18:07:23
1
user4313916573354
توره بچی💝💝 :
🥰🥰🥰
2026-08-01 22:08:57
0
sahel.afghan29
Sahel Afghan :
😳😳😳
2026-08-01 22:22:08
0
fida.noori8
Fida Noori :
🥰🥰🥰
2026-08-01 19:56:56
0
hajiboy030
HAجI :
❤️❤️❤️
2026-08-01 20:08:06
0
sabrolah.ahmadkhe
Sabrolah AhmadKhel :
😥😥😥
2026-08-01 22:26:56
0
kaliwal528
.¸¸ ❝کلیوال❝ ¸¸. :
🥰🥰🥰
2026-08-01 19:46:49
0
user930047619
AHMAD :
🥰🥰🥰
2026-08-01 19:45:14
0
afghilmandii0
🇦🇫 ♛✍️ خاموش لیکوال ✍️♛ 🔐 :
❤️❤️❤️
2026-08-01 19:22:17
0
ailsss353
کوچنې خلقې :
🥺🥺🥺
2026-08-01 18:17:56
1
To see more videos from user @hamnwa8, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About