@poetry20232: ته يو قسم وخره چې نه بدلېږم دا به يمه بيا به کافر يمه اشنا که د بل چا به يمه خکيله دا وعده پوره ده که ځه بله اوکړم که يو شل ځله پېدا شم نو ستا به يمه په يو سړي باندې مې قرض دے او دومره دے چې که ئي لسمه حصه راکړه نو باچا به يمه څومره چې ستاکوڅې ته درغلم يقين دې وشه که مدرسې ته دومره لاړم نو مولا به يمه دغه د ترېو تندي الزام خو په ما مه لګوئ زه که د ډېره غمه مړ وم په خندا به يمه مينې ضدي يم خو دا يو کمزوري هم لرمه که مرور شومه ته و خانده رضا به يمه که ما #ساګر ګورې د توت سېوي ته ناست به يمه که ما څوک نه پېژنئ زان سره لګيا به يمه #creatorsearchinsights #fyp #foryoupage❤️❤️ #viral