@_zakir_01: جنت پهٔ سر ګرځوه شېخه مسئلې مه کوه دا مېکده ده دلته ذکر د توبې مه کوه چې د خواږهٔ جانان قدم نهٔ دی قدم خطا دی خطا لګيا ئې پهٔ قدم قدم سجدې مه کوه چې د ساقي مدهوش نظر دی هوش او نهٔ تښتاوهٔ لهٔ مېکدې اوځه توهين د مېکدې مه کوه د ځان وژل او انتظار يو برابر پرېوځي که د راتلو نيت دې نهٔ وي بيا وعدې مه کوه چې فاصلې پېدا کوي د يار او ستا پهٔ منځ کښې هر څهٔ کوه خو ګله داسې فيصلې مه کوه د لېونتوب سبب مې تهٔ ئې خلق ټول خبر دي ﺯما پهٔ څېرې ګريوان ګله تبصرې مه کوه غرور د حسن سره ښائي عاجزي عشق سره عاجز ﺯړګيه لهٔ مغرور جانان ګيلې مه کوه بهلوله دين و دنيا دواړه به دې لاس ته راشي لاس د جانان پهٔ لاس کښې ورکړه اندېښنې مه کوه کلام بهلول بابا مروت #creatorsearchinsights #viral #forupage @.