@hieuanca: Hướng dẫn dạng video drama người vùng cao #hieuai #aivideo #ai #nguoivungcao

Hiếu AI
Hiếu AI
Open In TikTok:
Region: VN
Monday 03 August 2026 05:26:01 GMT
393
10
1
0

Music

Download

Comments

jang.kiyong1
𝑱𝒂𝒏𝒈 𝑲𝒊-𝒀𝒐𝒏𝒈 ❖☬ :
CMT
2026-08-03 05:39:13
0
To see more videos from user @hieuanca, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos

ده نیمروز دښتی کی ده افغان ځوانانو هدیری په نیمروز کې د جل وهلو ځوانانو له کبله مې زړه له درده ډک دی. هره شېبه مې ذهن کې د هغوی انځورونه ګرځي، د تندې له امله وچې شونډې، د لوږې له امله کمزورې سترګې او د ناامیدۍ له امله مات شوي زړونه. غواړم دلته یې په اړه یو څو خبرې ولیکم، څو د هغوی غږ لږ تر لږه ژوندی پاتې شي. وایي، ځوانان د وطن د سبا روڼ او ځلانده لمر دی. کله چې دا لمر د بې‌وزلۍ، فقر او بې‌چارګۍ په تیاره کې پټ شي، نو وطن د سبا له رڼا بې‌برخې کېږي. اخ وطنه! که د خپلو زامنو لاسونه دې د کار په ځواک بوخت کړي وای، هېڅ وخت به یې د جل وهلو پر لاره ګامونه نه وای اخیستې، هېڅ وخت به یې د مرګ کومي ته ځانونه نه وای رسولی. د پخوا پرتله په ټوله کې په افغانستان کې فزیکي امنیت نسبتاً ښه بلل کېږي، خو ولې زموږ ځوانان د خپل وطن پرېښودو ته اړ کېږي؟ ولې په لوی لاس د مرګ کومي ته ځانونه رسوي؟ ولې د نیمروز د دښتو تنده، د اروپا د ځنګلونو وحشت او د سمندرونو لیونۍ څپې یې غېږې پرانیستې؟ ښایي لاملونه یې ډېر وي، خو څو عمده هغه یې دا دي چې لوږه د غرور پر ځای حاکمه شوې، بې‌وزلي د عزت پر ځای واکمنه شوې، د ځوانانو لپاره د کار دروازې تړل شوي او د امید څراغونه مړه دي. کله چې یو ځوان د زده‌کړو، مهارتونو او تخصص سره بازار ته راشي، خو کار ورته نه پیدا نه‌شي، نو د عزت، غرور او حیثیت ټوله دروازه پرې تړل کېږي. هغه وخت د قاچاقبرو دروغ هم ورته رښتیا ښکاري، د نیمروز د دښتو تنده ورته هم د زغم وړ ښکاري او د اروپا د ځنګلونو او سمندرونو خطرونه هم ورته د ژوند وروستۍ هیله ښکاري. دې هېواد کې هر مسوول کس د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر پخوانیو مسوولینو او حکومتونو ور اچوي، خو زما په اند که هر چارواکی خپلې دندې ته د امتیاز پر ځای د مسوولیت په سترګه وګوري، ډېرې ستونزې به حل شي. که په بازار کې د کار زمینه برابره وای، هغه ځوانان چې څو ورځې وړاندې د نیمروز په دښتو کې د لوږې او تندې له امله شـهـیدان شول، نن به د خپلو کورونو په غېږ کې ژوندی وای. ځوان نسل د وطن د ملا د تیر حیثیت لري، دوی د وطن د سبا هیله دي. کله چې همدا زړه د لوږې له امله ودریږي، کله چې همدا هیله د بې‌وزلۍ له امله مړه شي، نو وطن په ملا مات، ناهیلی او مات زړی بوله. که یو هېوادوال په خپل وطن او کلي کې د عاید یوه عادي سرچینه هم ولري، هېڅ وخت به د ګدایي او سوالګري لار غوره نه‌کړي. که د کار زمینه ورته برابره وي، هېڅ وخت به د قاچاقبرو غولوونکې خبرې و نه‌مني، خو کله چې لوږه پر وږې خېټه حاکمه شي، نو ځوان د خپلې کورنۍ د ژوندي ساتلو لپاره هر خطر ته غاړه ږدي. نن د نیمروز سوځنده دښتې د افغان ځوانانو د جسدونو هدیرې دي، خو په نورو هېوادونو کې همدا ډول شګلنې دښتې د هغوی د ځوانانو میله‌ځایونه بلل کېږي. د دغو افغان ځوانانو تنده یوازې د اوبو نه، بلکې د کار، یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کېدو او د ژوند تنده وه. که مسوول مشران د دې تندې د خړوبولو لپاره لاس په کار شي، نو هېڅ ځوان به د جل وهلو پر لاره نه روانېږي، هېڅ مور به د خپل زوی د مرګ خبر نه اوري او هېڅ کورنۍ به د خپلو ځوانانو له لاسه ورکولو درد و 🇮🇷😥🤲

About