@afridiaestic: په زړه می ولی راوریږی څه باران خو نه یی هسی می درد راویښوی زما درمان خو نه یی د مخ په پاڼه به دی څه خوږه غزله ليک وي سپینه کتابه یا دوم دی دومره ګران خو نه یی د خیال هد هد دى راته ډېر ډېر پیغامونه راوړی دا می خطا وه چی ویل می سلیمان خو نه یی ما به بی وخته لېونی کړی په اغزو به ګرځم غیر به رانه کړی ښکلیه باغه بیابان خو نه یی د ژوند د وچ ساحل په مخ می لمدی شوندی نه ږدي شنه سمندره زه دې څه کړمه توپان خو نه یی د نور په غشو می له هسک نه په لېمو کې وولی نه راځی ستورې د اسمان شوی مهربان خو نه یی ښکليه سالار که می د عشق د منزلونو نه کړي بيا راته وایه چی دروغ وایی کاروان خو نه یی پیر محمد کاروان صاحب #foryoupage #pashtopoetry #foryoupageofficiall #pashtopoetry #foryoupage
په زړه می ولی راوریږی څه باران خو نه یی
هسی می درد راویښوی زما درمان خو نه یی
د مخ په پاڼه به دی څه خوږه غزله ليک وي
سپینه کتابه یا دوم دی دومره ګران خو نه یی
د خیال هد هد دى راته ډېر ډېر پیغامونه راوړی
دا می خطا وه چی ویل می سلیمان خو نه یی
ما به بی وخته لېونی کړی په اغزو به ګرځم
غیر به رانه کړی ښکلیه باغه بیابان خو نه یی
د ژوند د وچ ساحل په مخ می لمدی شوندی نه ږدي
شنه سمندره زه دې څه کړمه توپان خو نه یی
د نور په غشو می له هسک نه په لېمو کې وولی
نه راځی ستورې د اسمان شوی مهربان خو نه یی
ښکليه سالار که می د عشق د منزلونو نه کړي
بيا راته وایه چی دروغ وایی کاروان خو نه یی
2026-08-03 11:37:34
3
To see more videos from user @afridiaestic, please go to the Tikwm
homepage.