غزل
پروت دی په زړه کې یې ارمان دی مړ دی
په انتظار کې د جانان دی مړ دی
دا مین تللی چې ولور وګټي
دا چې په جیب کې یې پېزوان دی مړ دی
د لور تصویر یې لاس کې ټینګ نیولی
پروت په سرحد کې د ایران دی مړ دی
یو کس په ریګ باندې اوبه لیکلي
تږی و، ګرم بیابان دی، مړ دی
ورور دې وژلی ستا د کور مخې ته
په تا مین ستا عمر جان دی مړ دی
محمد عمر ځلاند
وروره هیله کوم دا غزل هم په یوه ښکلی ډزاین راته جوړ کړه ته یی وګوره که خوخ دی نشو هم مه یی کوه ډیره مهربانی به دی وی🙏🙏🙏
2026-08-11 11:32:37
0
To see more videos from user @sheeno_writes98, please go to the Tikwm
homepage.