REX :
یوه مور مې پاتې وه, هم مې مینه وه, هم مې زړه پرې را ټول و او هم مې هر څه ول هغه هم لاړه له دې نړۍ, نور څوک نشته. نه مې څوک انتظار کوي, نه څوک شته چې انتظار یې وکړم, نه مې څوک پوښتنه کوي, نه د چا پوښتنه کوم, نه څوک مینه را سره لري, نه له چا سره مینه لرم, تک تنها یم, یو زه یم یو مې رب دی, کله کله ژاړم هر څه را نه پناه دي, کله کله فکر کړم چې خدای هم را نه خپه دی, ځکه بنده یې بیخي تنها دی, دردونو دي, کړاونه دي او د دې ناچیز بنده نه یې هر څه خطا دي.
2026-08-16 18:06:40