@poetry20232: زما د زړه د کوټې ور نه وهي خيال دې اوس نه راځي چکر نه وهي د حادثو سره استاد شي سړی کومه ميوه ده چې ئې لمر نه وهي په قد قامت کښې د جانان غوندې دی دا سړی پوی کړه چې نښتر نه وهي هغه ته وايه پيغمبر ومنۀ! تيلی دې امن ته د شر نه وهي شيخ که د خپل بيان دليل نه لري چغې دې هسې په ممبر نه وهي اقباله ډېرې تجربې مو اوشوې نور مو دې خلک په باور نه وهي اقبال مومند #foruyou #viralvideos #poetry20232 #شعر #ریفوسټ_وکړي🙏ملګرو