سړک : Sadak
چې نيمه شپه شي او زما غوندې تنها شي سړک
مـــــا سره سم د تلليو ياد کښې په ژړا شي سړک
وخـــت به راځي چې زه او ته به له يو بل جدا يو
داسې ځـــــــای راشي له سړکه هم جدا شي سړک
لـــويه سينه لرل کمال دی او عـــــــجب کمال دی
د چـــا ميراث نه وي خو بيا هم د هر چا شي سړک
چــــــې خود ازاره يم نو څوک به مې ساتي لاليه؟
صــــــــــــــــحرا نورد يم زما څنګه رهنما شي سړک؟
لـــــــــه سود او زيانه غر ته تلی ولي څه خبر وو؟
چـــــــــــې شي مزار به کاروبار ورته به راشي سړک
د مـــــــز ل خوف نه دی اشنا د وسيلو کمی دی
څنـــګه به ځو؟ که تاو راتاو له دې دنيا شي سړک
مــــــــــــــــــمتازه زه د نيمو شپو په سفرونو مئین
خـــــــــــو پښتونخوا ده،دم په دم بلا بلا شي سړک
ممتاز اورکزی
2026-08-16 10:56:17
0
To see more videos from user @pottery190, please go to the Tikwm
homepage.