@rahimdarman3: مګر زه؛ ښه جګ قوي عضلات او ښه ورزشکاره بدن لرم دا چې زما مېرمن په قامت ټیټه وه، نو هر وخت به مې په تکلیفوله، کله کله به ورته پټ شوم، چې دا به راغلل، یو دم به پرې راووتلم او وبه مې وېروله، کله کله به مې بیا ددې د یادښتونو کتابچه ورڅخه پټه کړل، بیا به مې ښه لوړ ځای کېښودل چې دا به نه ور رسېدل، ځینې وخت به په اشپزۍ اخته وه یا به یې تلویزیون کاته، ما به په تکلیفوله، ددې د تکلیفولو څخه ما خورا خوند اخیسته، مګر په پیل کې یې دې ته هم خوند ورکاوه، خو وروسته مې احساس وکړ چې نور زما ددې حرکتونو څخه په تنګه شوې ده. یو ورځ د کار په سبب وختي راويښ شوم، مېرمني مې د سهار ناشته برابروله، ما بیا یو څه په تکلیف کړله، خو دا ځل یې خورا په سخته او وېروونکې لهجه راته وویل: نن شپه چې کله کور ته راشې، ما به په کور کې ونه وینې! فکر مي وکړ چې ټوکې راسره کوي، ځکه هر وخت چې به مې په تکلیفوله، همدغسې اخطارونه به یې راکول. ماښام چې کور ته راغلم، مېرمنې ته مې ور غږ کړ، هیڅ ځواب مې تر غوږو نشو ، څو واره مې بیا ور غږ کړ ، خو بیا مې هم هیڅ جواب ترلاسه نه کړ، د کور ټول کونجونه مې پسې وکتل، خو پیدا مې نه کړه ، کله چې اشپز خانې ته ننوتلم، پر دېوال یې یو کاغذ راته نښلولی و، پرې لیکلي وه: “پر ځان فکر کوه، زه بیا نه راځم”. په دې وخت کې مې داسې احساس وکړ چې پښې مې کار نه کوي، ځان راته ډېر کمزوری ښکارېده، بدن مې رېږدېدا او یخ واخیست، ځان راته داسې ښکارېده لکه ددې ځمکې پرمخ چي زه تر ټولو کمزوری مخلوق یم، احساس مي وکړ چي هغه لنډکۍ او کمزورې مېرمن زما طاقت و او د هغې پرته زه هیڅ نه یم، دېوال ته مې تکیه وکړه، د هغه ماشوم غوندې مې ژړل د کوم چې مور وفات شوې وي، حیران دې ته وم چې په ټول ژوند کې مې اوښکې داسې نه وې بهېدلي. په دغه وخت کې مې د دسترخوان تر مېز لاندې د یو شي حرکت حِس کړ، میده میده خندا مې واورېدله، هو؛ هغه دا وه... دا تر دسترخوان لاندې پټه وه، یو دم مې ورمنډه کړه او ټينګه مې په غیږ کې ونیوله، زما د سترګو څخه اوښکي بهیږي، خو دا راباندې خاندي، د جادوګر جادو پر جادوګر راواوښته، خو اوس پوه شوم چې ددې لنډکۍ او کمزورې مېرمنې پرته زه هیڅ نه یم🌸😍 #faryoupage #viral #fypシ #تاجیک_هزاره_ازبک_پشتون_ترکمن🇦🇫

Rah
Rah
Open In TikTok:
Region: SA
Friday 21 August 2026 17:39:21 GMT
15811
571
40
37

Music

Download

Comments

imran.kh_an
Imran KHAN 👑 :
مجرد به په دې احساس سه پوه سي 😫
2026-08-26 18:11:42
4
hijrn05
ོHijrAnᥫ᭡ི🐾 🍂 :
🌝🌝خوند یی وکو 😅
2026-08-22 13:40:21
1
nemgarai1
♥ :
دا میوزیک به څنګه او په کوم نوم پیداکړم
2026-08-22 08:52:56
1
bhar.mkhlis
Bhar Mkhlis :
سومره خایسته ❤️❤️❤️❤️
2026-08-22 01:19:01
3
sediqullah.arifza
Sediqullah Arifzai :
دا خو ډیره ښکلی خبره وه ما س
2026-08-22 19:39:05
1
khan.shinwari013
khan shinwari :
نژدي مي چيغه کړي وه
2026-08-21 18:28:08
4
maazmaihan313
𝕚 𝕒𝕞 𝕞𝕒𝕒𝕫 𝕞𝕒𝕚𝕙𝕒𝕟 :
الله څخه وډار سئ مونږ مجردان ددغسی داستان دلیدلو توان نه لرو ګرسره به مو په زړه حمله راسی 🥰
2026-09-06 07:12:09
1
helmataban1
𝑷𝒂𝒓𝒗𝒂𝒏𝒆 :
وی سنگه شه ختم شو دا داستان ✨🎀
2026-08-22 05:13:42
1
rayhan.mohmand
Rayhan Momand :
زه او کور ورانه می ٢٥ کاله کیږي چی د جنګونو نه ښه په مینه خوند اخلو.
2026-08-28 11:21:15
0
mohammadmajroh
Mohammad Majroh :
ډیر ښګلی داستان مو لیکلي
2026-08-23 10:05:29
0
zaland.3012
Zaland€001 :
دا هغه څه دی چی مونږ یی نشو درک کولای. هڅی ورته خوشحاله یو.😄😂
2026-09-03 11:13:08
0
azhar.khan5054
Azhar Khan :
مېرمن🥰🥰🥰
2026-08-28 18:51:17
0
niamatkhan9640
khan :
زه يې هم سخته ډاروم۔ الله تعالیٰ دي هر چه ته باعزته ژوند ورکړي ۔
2026-08-27 10:43:07
0
nw_khan6
💯 :
مینه ژوند خو ژوند وی
2026-09-04 21:18:21
0
tarkha36
🍃تــــــرخـه✨ :
ډير خوند يي وکي تر اخيره مي ولوسته🥰🎀❤️
2026-08-23 16:31:25
0
sadat__kdr
🍁Y A S🍁 :
ستا فوسټونه بیا خاص مجردان وایرل کوی😁
2026-08-24 12:06:56
0
ayan.hamdard44
Ayan Hamdard :
کیسه ښه وه بده نه وه ځکه ځینی انسانان زمونږ په ژوند کی که هر څومره کمزوری هم وی وی هو زمونږ ځواک ورسره پیاوړی کیدی شی خبره په هغه ځای کی خرابه شوه چی کله لنډی د درسترخوانه راووته
2026-08-29 15:10:28
0
khostai805
🦅Silent Boy🦅 :
مجرد پرې نه پوهیږې خو زه یې ښه درک کولائ شم سم خوند کا🥰😂
2026-08-30 10:04:28
0
mohammadullah.ulfat
Mohammadullah Ulfat :
🥰🥰🥰
2026-08-22 09:25:22
1
suliman_2009
꧁༒🏋🏻SulimanAlmas𝟕𝟕🏋🏻༒꧂ :
🌹🌹🌹
2026-08-21 18:51:27
1
khaleeda.sabir
Khaleda :
❤️❤️❤️
2026-08-23 12:56:14
0
abdullahamarkhil33
Abdullah Amarkhil :
😅😅
2026-08-23 07:19:59
0
jabirkhairkhawa
jabirkhairkhawa :
🥰
2026-08-22 03:58:58
1
To see more videos from user @rahimdarman3, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About