@ismali331: یو ط.لی.ب کیسه کوله د نن څخه تقریباً لس کاله مخکی زمونږ تشکیل د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ ته د ج.ن.ګ لپاره وشو،هلته مو دري شپی انتظار وکړه مونږ ته امر راکړل شو چی پلانکۍ د ملې اردو پوسته باید له منځه یوسو او غنیمت خپل کړو د شپی یوولس بجي د پوستی شاوخوا مو ځانونه ځای پرځای کړه مونږ تقریباً 28 نفره مو پوره مصلح وو هرډول امکانات مو درلودل امر ته په تمه وو چي ج.ن.ګ شروع کړو تقزیباً دشپی څلور بجی شوی امیر امر وکړه چي عسکر اوس ډیر ویده او یو سو نفر یی ویښ دی نو بر.ید پیل کړۍ یو ملګری د را.کیټ انداخ وکړه او د تکبیر ناري مو شروع کړي د اخوا هم ځوابی انداخونه شروع شو،داچی مونږ ټول امده وو او عسکر زمونږ دجګ.ړی کولو نه وو خبر عسکر مو له سخت حالت سره مخ کړه کله چي د هغوي لخوا انداخ کم شو یو ملګری نږدي ورغلو او لاسی بمونه یی پوستی ته ور وغورزول دهغي سره پوستی کی سه شیانو اور واخیست او مونږ پوستی ته داخل شو هلته ټول عکسر په خپلو وینو کي لمبیدلی پراته وو ملګرو یو بل ته د فتحی مبارکیانی ورکولی او مهیمات مو راټولول،تقریباً سهار لمر راوخوت ما غوښتل اطاقونه وګورم چی کوم عسکر ژوندی نه وي پاتی یوی کوټی ته ننوتم یو عسکر په وینو کی پروت وو چی ورنږدي شوم سم د واره یی مبایل ته زنګ راغی ،مبایل می راوخیست په وینو لړلی وو چی سکرین ته مې ولید دنمبر سره لورکۍ نوم لیکلی وه، یو ځل می وویل اړیکه قطعه کړم بیا می وویل یو ځل خو یی وکی کړه د وکي بټن مې ووهله د هغي خوا نرم او کوچنی غږ ویل یی پلار جانه سه وخت رازی ډیر وخت وشو ته نه رازی اختر هم رانږدی دی ما کالی لا هم ندی کړی مور می وایی پلار به دی راشي هغه به یی درته واخلی پلاره راشه دا اختر مونږ سره تیر کړه ،مونږ یو اختر هم لتاسره تیر نکړه خیر دی پلاره راشه زه حق حیران پاتی شوم دومره کلک زړه می درلودل خو د انجلۍ،په خبرو داسی شوم له سوک چي ونه په تبر ووهۍ او اوبه تری روانی وی او لا هم ولاړه وی د سترګو مي اوښکی روانی شوی او غلی می دیوال ته تکیه وکړه انجلۍ لا هماغسی اوازونه کول پلاره پلاره اوري خو.ما هیس غږ نشو کولی تلیفون مي قطعه کړه ،عسکر مي تالاشی کړه یوه بټوه یی جیب کی وه هغه می وکتله د یوی ښکلی څلور کلنی ماشومی عکس پکی ایښی وو فکر کی شوم چی دایی همدا لور ده بټوه مې بیرته کیښوده بهر راووتلم ملګرو خوشحالیانی کولی مهمات یی غوندول او یو بل ته یی مبارکیانی ورکولی ما هیس ونه ویل او د پوستی څخه راروان شوم یو مسجد مخ ته راغی هلته ننوتم لمونز می وکړه او ډیر می وژړل او د خدای ج سره می وعده وکړه زه به نور ټوپ.ک نه راخلم ماته بښنه وکړه اوس لس کاله پوره کیږی خو چی اختر راشي هماغه د ماشوی غږونه راته رایاد شی او ښه ډیر وژاړم.......
Ismail Shinwari 222
Region: DE
Tuesday 25 August 2026 10:33:40 GMT
Music
Download
Comments
نصیب :
الله دي په دی وطن باندی خپل رخم وکړي 😭😭😳
2026-08-25 22:50:36
1
✌️پښتون✌️ :
دې خت لوستو ته به سوک ټېګ شی 🥺🥺🥺 لوستلو ته دې فېل زړه عواړې
2026-08-25 23:45:51
3
꧁🇦🇫𓊈𒆜A.N.NIAZAI𒆜𓊉🖤🇩🇪꧂ :
قسم دی چی له سترګو می داسی اوخی لاړی 🥺🥺🤲
2026-08-25 12:43:04
1
Ali Khan Pti :
هاي ظالمه سومره ظلم دي کړي 🥺💔🥀😭😭
2026-08-25 20:15:26
1
bakhtullah_baheer :
اها وایلو ته څه نلرم 💔😭
2026-08-25 17:58:53
1
No name :
ولا د سترګو می اوښکې ورته لاړی😭😭😭
2026-08-25 13:35:44
1
༺šâďβøý༻꧂ :
2026-08-26 00:59:58
1
شین خر :
بس الله پاک دې طلیبان تبا او برباد کړې
2026-08-25 20:03:29
3
Ahmad Saadaat :
ډيره دخفګان او غم شيبي دي بيان کړي
2026-08-25 12:38:10
16
H I M A T :
الله دا وطن نور اباد کړئ ډير زيات دی خفه کړيم 😥😥😥😥
2026-08-25 18:19:16
8
هم دRد🫀 :
ډير ی خفه کړم😥😥
2026-08-25 12:34:19
2
mahirkhanaf093 :
زما خالت😭🇦🇫
2026-08-25 16:48:44
9
Drhamayoon Zadran🇦🇫 :
واخ داسې ډېرې لورګانې او زامن یتیمان او کونډې شول، الله ج د خپل رحم پرې وکړي🥺🥺🥺🥺🥺
2026-08-25 13:44:54
1
Qalandar AFG☝💔🇪🇺 :
😢😢😢😢😢😢
2026-08-25 12:35:05
1
محمد اصف شینواری :
دیر ودردولم
2026-08-25 13:17:47
2
Omarkhel🤍🇦🇫✌️ :
سخته ژړاه راغله😭❤️🔥
2026-08-25 17:29:04
5
ŤâBīB(❤️🩹) :
خط می ویلی اوښکی می په مخ روانی غاړی ته راغلی🥺
2026-08-25 19:31:49
9
habibullahkhan0199 :
کاش. دا. فکر. دی. لومړی کړی ًوایی سی فه دې فوسته کی سوک اوسیږی تول همداسی فه ناخبری کی. لاًړ الله ج دی تولو ته هدایت د نیکی وکړی
2026-08-25 13:46:24
6
غمجنه 👈💔 هلک 💔🏃 :
😭😭😭
2026-08-25 12:08:41
1
atiullahwalizai :
ډير يي ودردولم
2026-08-25 12:14:38
1
ورک څاروان :
اففففف الله
2026-08-25 12:22:46
1
To see more videos from user @ismali331, please go to the Tikwm
homepage.