@farhadamin143.uk: له فرانسې څخه انګلستان ته د قانوني انتقال پروسه 🇬🇧🇫🇷 سلامونه درنو هېوادوالو! 🌸 هغه افغانان چې په فرانسه کې دي او غواړي په قانوني ډول انګلستان ته انتقال شي، باید د UK/European Applicant Transfer Scheme رسمي پروسه تعقیب کړي. د دې پروسې لپاره لومړی باید غوښتونکی خپله په فرانسه کې موجود وي او د رسمي لینک له لارې Expression of Interest ثبت کړي. له ثبت وروسته، که غوښتونکی د پروګرام شرایط پوره کړي او انتخاب شي، Home Office به د ایمېل او SMS له لارې ورسره اړیکه ونیسي او د راتلونکو مرحلو معلومات به ورکړي. د موقعیت (Location) د تایید لپاره باید غوښتونکی خپله د خپل موبایل/ډیوایس له لارې اړین معلومات بشپړ کړي. که غوښتنلیک بل پړاو ته لاړ شي، د هویت او Biometrics لپاره به په فرانسه کې د ملاقات وخت ورکړل شي. د ملاقات پر مهال باید خپل اصلي پاسپورټ یا د هویت اړوند اسناد له ځان سره ولرئ. ⚠️ مهمه خبره: د فرانسې له باندې د یوه ملګري له لارې د بل کس Location ثبتول یا د هغه پر ځای د Home Office زنګ ته ځواب ورکول د رسمي پروسې برخه نه ده. غوښتونکی باید خپل معلومات په خپله او د رسمي طریقې له مخې وړاندې کړي. همدارنګه، هر څوک د دې پروګرام لپاره وړ نه دي. د شرایطو له مخې باید د پروګرام ځانګړي Eligibility Requirements پوره شي، او هغه کسان چې مخکې په ناقانونه ډول UK ته داخل شوي وي، د دې Scheme له لارې د انتقال لپاره eligible نه دي. 🚫 قاچاقبرانو ته پیسې مه ورکوئ او د خطرناکو لارو او کښتیو له لارې خپل ژوند مه له خطر سره مخ کوئ. تل د Home Office رسمي لارښوونې تعقیب کړئ. 🔗 رسمي ثبت او معلومات: https://www.gov.uk/guidance/ukeuropean-applicant-transfer-scheme 📲 د نورو معلوماتو لپاره زموږ پاڼه تعقیب کړئ: Farhad Amin 🇬🇧🌸 #creatorsearchinsights #migration #london #پشتون_تاجیک_هزاره_ازبک_زنده_باد🇦🇫 #viralvideos