@fr_hamdard: معرا نظم هغه یو ډمه ګډېده لۀ مجبورۍ دلاسه د کمایۍ پلار جوړه کړې ذریعه وه هغه خو هغې زړۀ لۀ مانه ؤړے دے هغې څخه دے هغه زما پۀ مینه پوهه، خو پۀ دې هم پوهه چې ستا کېدے نۀ شمه زۀ، نه تۀ زما کېدے شې چې معاشرې زۀ لۀ نظر نه غورځؤلې یمه چې دې دستور زمونږ پۀ مینځ کښې فاصلې ایښی دی بل به پۀ دېکښې هم دولت یو دنګ دېوال جوړیږی آخر هغه ؤشوه چې کومې نه به ویره کېده یو دولت مند لۀ ما زما محبت ؤ تروړلو پلار له دولت ئ ؤ پکار، ورته تر لاسه شو جو پۀ دېکښې ډېر کلونه تېر شو، خو مې نۀ هېریږی زما زړۀ اوس هم دے هغې څخه واپس ئ نۀ کړو زۀ خو اوس هم ژوند تېرؤمه پۀ یادونو باندې زۀ د هغې مینې منزل نه پاتې کړے لار کښې چې نه پۀ بیرته کښې راتلے شم نه پۀ مخه تلے شم لاره کښې ناست یم قافلې زما پۀ مخه درومی زۀ ورته ټېغې ټېغې ګورم څۀ کؤلے نۀ شم ورته حیران حیران کتل کړم څۀ وئیلے نۀ شم چې نه پۀ مخه او نه پۀ بیرته باندې تللے نۀ شم . . . معرا نظم ریښې ریښې ګرېوان به مې هر چا وو راټول کړے ټول ملک به ما د پاره بې قراره ورځ او شپه وو دې بعضو شاعرانو مرثیې به مې. وئیلې ملیانو ما د پاره دعاګانې به کولې ختمونه مدرسو کښې ما د پاره به جاری وو ریلیانې زما حق کښې تاجرانو به ویستلې خانانو سیاسیانو به ستائیلمه جلسو کښې زما د ړنګ وجود ټوټې به هر چا ښکلولې تمامې ادارې به حرکت. کښې وې راغلې فوجیانو به سپېشل عدالتونه. وو لګولی پولیس به هم خوبونه په خپل ځان وو حرام کړی زما د قاتلانو په کورونو به. چاپې وې چې چا ووم په دار کړے هغه واړه به په دار وو زما وجود د مخکښې نه به ښکلې وو جوړ شوے اے کاش که زه انسان نا ، د فوجی مجسمه وے اے کاش که زه انسان نا ، د فوجی مجسمه وے خاکسار ګندف #pushtopoetry #trending#fyp#poetry#tiktok