@toora190: تږې ګلاب ته دا وویل نري باران خوږ دی خو ما دا نه منله، ما وېل جانان خوږ دی چې ته د ګل غوندې یې، که ګل د تا غوندې دی ای، په ایمان ووایه کوم یو ګومان خوږ دی په یو سړي مئینه، مسته د خیال ښاپېرۍ ور غاړې وځې وا یي، په خدای انسان خوږ دی نړۍ به هم خوږه وي، د تورې ګورې په شان لکه انګور د میزان، افغانستان خوږ دی ورکړه د خدای ده کله، تورسترګې وي که مېنه سترګې به ستا وي خوږې، شعر د کاروان خوږ دی