@mr.shah716: ولی نه کوری و ماته سم په څه؟ زياتوي د غم زده و غم په څه؟ ستا په غم کې چې ما وینی عالم ژاړي ژړوی راسره نور عالم په څه؟ په مطلب دي د سرو شونډو نه پوهېږم چی می وینی د زړه څښی هر دم په څه؟ زه رحمان پخپله گرم یم چی مئین شوم دغه نور عالم می بولی گرم په څه؟