@silent06576: جنت پهٔ سر ګرځــــــــــــــوه شېخه مسٔلې مه کوه دا ميکده ده دلته ذکـــــــــــــــــــــر د توبې مه کوه چې دٙ خـــــــــواږه جانان قدم نه دې قدم خطا دے خطا لګيا ئې په قدم قدم سجــــــــــــــــدې مه کوه چې د ساقي مدهوش نظر دے هوش او نهٔ تښتاوه لهٔ ميکدي اوځه، توهين د ميکـــــــــــــــــدې مه کوه د ځان وژل او انتظار يـــــــــــــــــو برابر پريوځې که د راتللو نيت دې نه وي بيا وعـــــــدې مه کوه چې فاصلې پيدا کوي د يار او ستا په مينځ کښې هر څهٔ کوه ګله يو داسې فیصلــــــــــــــې مه کوه د لېونتوب سبب مــــې ته ئې خلک ټول خبر دي زما پهٔ څيرې ګريوان ګله تبصــــــــــــــرې مه کوه غرور د حسن سره ښائی عاجـــــــــــزي عشق سره عاجز زړګيه له مغـــــــــــــــرور جانان ګيلې مه کوه بهلوله دين او دنيا دواړه بــــــــه دي لاس ته راشي لاس د جانان په لاس کښې ورکه اندیښنې مه کوه