ام معبد وایي داسي یو سړی مي ولیدی چي نور پر ښکاره وو، روښانه مخ یې وو، ډنګرتیا تکلیف نه ورکوی، او د چاغښت عیب یې هم نه درلودی، ښایسته او نوراني وو، سترګي یې توري وې، او باڼوګان یې اوږده وه، په اواز کي یې ښایست وو، او په غاړه کي یې اوږد والی وو، ږیره یې ګڼه وه، اوږدې کږې او سره مښتي ورزي یې وې، چي چپ به وو هیبت او دبدبه یې درلوده، او که بې خبري کولې هوښیاري او د محبته ډکي به وې، د لري پر ټولو خلکو ښه ایسې دی، او د نژدې هم تر ټولو ښایسته او باعزته وو، خبري یې خوږې وې، سره جلا جلا وې، نه ډیري وې نه لږ، خبري یې لکه پېول سوي ملغلري یوه په بل پسي راتویېدې، چهار شانه وو او جګواله کي یې کمي نه وه، او په سترګو کي ګردی نه معلومېدی، د دوو ګلدستو په منځ کي یو ګلدسته وه، او په درو سرو کي وه دته ډېر کتل کېده، په قدر او عزت تر نورو بهتر وو، ملګري یې درلوده چي پر ده مهربانه وه، که بې یو کار ورته وه فرمایه د هغه په عملي کولو کي بې چابکي کول، ملګرو یې اطاعت او فرمانبرداري کول، ورین تندی یې وو، عبث او بېهوده خبري یې نه وې، دا د رسول الله ص خیرالبشر، اکملل بشر سیدنا جناب محمد مصطفی ص د کیافې بیان وو.!