@soul.verses02: رب دې ساته مور دې نه شي پر تا بُوره پاس د دار پر سر آذان وکړه منصوره - راته ووایه د آمن آیاتونه په لمانځه کې چې شي مینه را حضوره - د جمال خالق دې ستا د رنځ طبیب شي د وطن د سر درو ګله رنځوره - د وطن پېغله په خپل وطن کې خانه په پردي وطن کې خانه شي مزدوره - خدایه مست په خدایي مینه کړه دا خلک چې پر تا باندې مین شي نه په حوره - پر ملنګ وطن مې مه بلوسه غلیمه له کوپړۍ به دې کچکول جوړ شي مغروره - بلبلي مرۍ له تار د موچي بچ شه نه دې بیا د خدای شهکار غوڅ شي په توره - دا جنت وطن له جنګه په آمان کړې چې په تن یې ده جامه د خدای له نُوره - د باروتو سوداګر تالا ترغه کړې دنیا خلاصه کړې له دې بده تربوره - افغانان مو غلامان د هېچا مه کړې دا وزر وانخلې ربه له باتوره - د افغان وطن د سولې سرود راوړه د شپېلۍ نغمې راځه له کوهِ طوره - د افغان ساده شپونکي محبوبه ربه کړي وطن لره دعا کړه یې منظوره - په زرغون غشي ښامار د جګړې ولي زهري غاښ یې پاتې مه شه له انبوره ژوند د امن به تر تاسو هم شیرین شي د هرات او کندهار خوږه انګوره - د جانان جانان وطن کوي خبرې د کاروان شاعري خدای کړه مشَهور #tranding #soulverses #asthetic #pashtosong #pashtoopoetry

soul verses
soul verses
Open In TikTok:
Region: PK
Monday 31 August 2026 12:19:16 GMT
4162
124
2
7

Music

Download

Comments

ahsanfareedkhan
AFK :
🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰
2026-08-31 21:44:37
1
muhammadjasimorakzai0
JASIM ORAKZAI在中国🇨🇳 :
🥰🥰🥰
2026-08-31 12:33:37
1
To see more videos from user @soul.verses02, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About