@khkulamomand5: زه چې پښتو پښتو کوم نو په پښتو مې وجنې ق-ا-ت-ل به بل وې خو په لاس د پښتنو مې وجنې💔 دا څه ډول پښتانه پاتې شول؟ دا څه ډول منافقت دی؟ که یوه نجلۍ بې ټکري په ټولنیزو رسنیو کې محتوا جوړوي، ورته د ټکري نصیحتونه کوي. که په برقعه کې وي، بیا ورته د حجاب تبليغ کوي. خو که یوه نجلۍ له حجاب او برقعې سره وي، سر یې هم پټ وي، نو بیا د AI له لارې یې د مخ د لوڅولو او بېنقابه کولو هڅه کوي! او دا کار بل چا نه، بلکې زما خپلو پښتنو وروڼو کړی دی. زه د پښتنو لپاره کار کوم، پښتو خبرې کوم، پښتو محتوا جوړوم؛ پنجابی نه ما پيجنې او نه هغوې زما سره کار شته نه مې په خبره پوهېږې او نه هغوې دومره وزګار ېې خو افسوس ….. او دا شکر چې هر عکس د ېو بل نه بدل دی که نه وی نو قسم به ېې پرې هم کولی چې نه ده ريښتیا دې دا د حجاب خبره نه ده؛ دا د فکر او عمل ترمنځ ښکاره منافقت دی.