@muhammad.yausafza0: #جمهوري نظام کې د لوګر ولایتي شورا غړې نفیسه هجران د افغانستان ژبو د حقوقي او کلتوري درېځ په تړاو ويلي، پښتو یواځې د ورځنیو خبرو وسیله نه، بلکې د یوه ستر ولس هویت، تاریخ او کلتوري میراث دی. هغې ټینګار کړی چې د پښتو ملي درېځ یادول قومي تعصب نه دی، ځکه د یوې ژبې درناوی د بلې د سپکاوي په مانا نه ده. هجران زیاته کړې چې د افغانستان اساسي قانون د ژبو وضعیت روښانه کړی دی؛ پښتو ملي او پښتو، دري دواړه رسمي ژبې دي. د هغې په وینا، د پښتو ملي دريځ نفي کول یا هغې ته د عادي محلي ژبې په سترګه کتل له قانوني او تاریخي واقعیتونو سره سمون نه لري. نوموړې د پښتو ژورو تاریخي اړیکو ته په اشارې لیکلي چې ادبي او ولسي میراث یې نسل پر نسل انتقال شوی او دا پېژندګلوي په یوې ادارې یا سیاسي نظام پورې تړل نامناسبه خبره ده. هجران ويلي، د خپلو حقوقو پېژندل تعصب نه، بلکې د بل قوم او ژبې عزت نفي کول اصل تعصب دی. نفیسه هجران د دري ژبې ارزښت ته په پاملرنې زیاته کړې: «موږ د دري ژبې د ارزښت او رسمي مقام منکر نه یو؛ دري د افغانستان یوه مهمه رسمي ژبه ده او په ادبي تاریخ کې ځانګړی ځای لري. خو هيڅوک حق نه لري چې د پښتو ملي درېځ کم رنګه کړي یا ترې قومي حساسیتونه جوړ کړي.» هغې غوښتنه کړې چې د ژبې موضوع باید د ټولنیزو رسنیو د څو ورځني شور پر ځای، د قانون او متقابل درناوي له لارې مطرح شي. نوموړې په نیوکه کوونکو غږ کړی چې لومړی دې تاریخي واقعیتونه مطالعه کړي او خپل نظرونه دې په منطقي دلايلو وړاندې کړي. #پشتون_تاجیک_هزاره_ازبک_زنده_باد🇦🇫
Muhammad Yausafza
Region: IR
Wednesday 02 September 2026 06:42:56 GMT
Music
Download
Comments
Sherak :
بلکل به ثبوت سره یاره
2026-09-02 09:05:13
2
قاید علی ابدالی :
دزره له حاله نیی خبر ماخون بخلی خو یو چاته
2026-09-02 22:53:03
1
Gulab Gul :
آسلام علیکم 🌹خورځي زمونږ په پاکتیا کي یوه ژبه مراوج ده چه پشتو ده 😇 زده کړه دژبو ډیره مهمه اوضروري ده زه کوښښ کړم چه په ډیرو ژبو خبري وکړم ۶ شپږ ژبي مو زده کړئي دي خولږ دي په دري + اوردو + انګلیسي + جرمني = deutsch +کوردي +ترکي +ژبو پوهیږم اوپه راوني خبري کولی شم اواوس کوښښ کړم چه عرابي زده کړم په لیک ئي پوهیږم ځکه چه قرآن شریف مي زده کړی دی +مننه🌹 😇😉😃😃😃🤣🤣🤣🤲🏻👍
2026-09-02 18:57:25
1
Hamedullah Azizahamad :
2026-09-02 14:08:12
1
الله محمد :
اتلان ده لاژوندی
2026-09-02 17:25:28
1
جلا وطن :
سل فی صد
2026-09-02 08:04:05
2
Hallo Guten :
💙
2026-09-02 14:59:12
1
usman :
2026-09-02 18:09:13
2
ASHRAF popalzai :
بیشکہ
2026-09-02 20:10:09
1
Wali mahmud :
هو بلکل پشتواست
2026-09-02 13:49:31
1
مطمین هلمندی :
100في100
2026-09-02 07:45:10
1
Omid Afg🤍🧿🌹🦅 :
♥️
2026-09-02 11:45:41
1
شراف الدین بلوچ خاکسار :
😭😭😭😭😭🤲😭😭😭🤲😭😭😭😭
2026-09-03 03:14:54
0
الله محمد :
ماشاءالله
2026-09-02 17:25:24
1
اتل. زوان :
🥰
2026-09-02 14:32:33
1
عامربن بشیر :
سل فيسده🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰
2026-09-03 03:27:57
0
الله محمد :
زنده باد اسلامی امارات
2026-09-02 17:25:32
1
To see more videos from user @muhammad.yausafza0, please go to the Tikwm
homepage.