@roshanhayal: تږي گلاب راته وې، نری باران خوږ دی خو ما دا نه منله، ما وې جانان خوږ دی چې تۀ د گل غوندې یې، که گل د تا غوندې دی ای، پۀ ایمان ووایه؛ کوم يؤ گومان خوږ دی پۀ یؤۀ سړي مَیَنه، مسته د خیال ښاپېرۍ ور غاړې وتې وایي، پۀ خدای انسان خوږ دی نړۍ به هم خوږه وي، د تورې گوړې پۀ شان لکه انگور د میزان، افغانستان خوږ دی ورکړه د خدای ده کنه، تورسترگې ویې منه سترگې به ستا وي خوږې، شعر د کاروان خوږ دی #viral?videotiktok😇😇1mellean #unfrezzmyaccount #support_me #foryou #pashtosong @Haroon Bacha هارون باچا
تږي گلاب راته وې، نری باران خوږ دی
خو ما دا نه منله، ما وې جانان خوږ دی
چې تۀ د گل غوندې یې، که گل د تا غوندې دی
ای، پۀ ایمان ووایه؛ کوم يؤ گومان خوږ دی
پۀ یؤۀ سړي مَیَنه، مسته د خیال ښاپېرۍ
ور غاړې وتې وایي، پۀ خدای انسان خوږ دی
نړۍ به هم خوږه وي، د تورې گوړې پۀ شان
لکه انگور د میزان، افغانستان خوږ دی
ورکړه د خدای ده کنه، تورسترگې ویې منه
سترگې به ستا وي خوږې، شعر د کاروان خوږ دی
🥰🔥🎶😎
2026-09-02 10:39:02
0
To see more videos from user @roshanhayal, please go to the Tikwm
homepage.