@ishqparast_official: زه کله د اُلفت د مېکدو لېونے نه ووم زه کله د خائيست د رنګينو لېونے نه ووم زه کله د اُلفت د عظمتونو نه منکر ووم زه کله د خائيست د کمالونو نه منکر ووم ما کله په زخمونو کښې سپرلي نه دي ستایلي ما کله پرهرونه په ازغو نه دي ګنډلي ما کله د ګُلونو د یارۍ نه توبه کړې ما کله د رنګونو رڼا نه ده نغمه کړې زما په برخه کله لېوني غمونه نه وو زما په لمن کله د تهمت داغونه نه وو زه کله باغي نه وومه خو سره مئين نه ووم زه کله زما ګرانه د زړه سره مئين نه ووم زه تل د محبت د عظمتونو ثناخوان یم زه ټول عمر په دې ګناه له ژبې اوېزان یم زه نن هم د پرون غوندې په دې ګناه لتاړ یم زه نن هم د فتوو د توپو مخې ته ولاړ یم زه نن هم د سپرلي هره ښکالو نغمه کوومه زه نن هم زندګي د محبت په تار تړمه زما زړه خو هم دغه دے چې تا ته مې خودلے زما لېونتوب هغه دے چې تا خپله لیدلے خو زه د دغو ټولو حادثو سره بلد یم د ځان د سوزېدو د تماشو سره بلد یم ما ټول عمر هم دا کړي د اوس چې څه کوومه هم دغسې پخوا وومه دا اوس چې سنګه یمه زما ژوند خو هم هغسې بې سره لېونتوب دے زما سترګو کې هغسې یو غنې غنې خوب دے که ته د نعمتونو د تیارو نه ویرېدلې که ته د دې خبرو دغو خولو نه یرېدلې که دغه بوږنوونکي یرې ترهې دې په زړه وې تر اوسه ولې چُپ وې د زړه سره څه دې نه وې اوس څه اوشو چې داسې یرېدلے یې اوتر یې ما هم یرول غواړې لېونے یې زورور یې زه څه اوکړم ستا اومنم د ژونده لاس په سر شم د مينې نه توبه کړمه د مېنې نه منکر شم نا نه زما نه نه کېږي دا نه کيږي دا نه شي زما لمن دې چرې په دروغو توره نه شي زما زړه دې د مينې د عظمت په ګناه تور وي زما په سر دې دغسې یو سل الزامه نور وي ته ځه ورځه چې تا ته پکښې پېخه نوره نه شي زما په الزامونو دي لمنه توره نه شي زما مينه خود سره ده باغي ده تاواني ده زما ژوند لا تر دې ورځې بائيللې جواري دہ @🅼🆁🅺🅷🅰🅽③①③🚩🇮🇷🇮🇶 #unfrezzmyaccount #foryoupage #fypシ #پشتون_تاجیک_هزاره_ازبک_زنده_باد🇦🇫

🕊️عشقِ پرست💐
🕊️عشقِ پرست💐
Open In TikTok:
Region: PK
Wednesday 02 September 2026 19:12:37 GMT
4731
161
9
50

Music

Download

Comments

its_nationalist
کشر خان محمدزئ🚩 :
صاحب شاہ صابر ❤️‍🔥🫶🏻
2026-09-03 05:58:21
0
saeed.abadi
Saeed Abadi PTI🦁 :
💖💖💖
2026-09-03 04:51:34
0
saeed.abadi
Saeed Abadi PTI🦁 :
❤️❤️❤️
2026-09-03 04:51:32
0
baswaraliokz
꧁༺ 🦅 ʙᴀsᴡᴀʀ ᴀʟɪ ᴏʀᴀᴋᴢᴀɪ 🦅 ༻꧂ :
🥰🥰🥰
2026-09-03 03:22:10
0
alimusahib575
Ali.Musahib :
🥰🥰🥰
2026-09-02 22:42:45
0
sfaisalk
👑 ADILKHAN 👑 :
🥰🥰🥰
2026-09-02 20:21:52
0
mr_khan___72
🅼🆁🅺🅷🅰🅽③①③🚩🇮🇷🇮🇶 :
♥️♥️♥️
2026-09-02 20:09:39
0
khan.khan63613
Khan Khan :
🥰🥰🥰
2026-09-02 19:18:53
0
saeed.abadi
Saeed Abadi PTI🦁 :
🥰🥰🥰
2026-09-03 04:51:37
0
To see more videos from user @ishqparast_official, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About