@n..s0720: د شپې مې منټوګکېسره کور کې جنګ وکړ، غوسه شوم! له کور نه را ووتم، یو نږدې رسټورانټ ته ولاړم هلته مې ډوډۍ وخوړه! لږ وروسته مسیج راغی، ته ولې په غوسه شوې لېونیه؟ ځواب مې ورنکړ! بیا یې ولیکل: ته پوهېږي چې په غوسه کې ته څومره ښکلی ښکارې منټوګک مې! خندا راغله، خو بیا مې هم ځواب ورنکړ! بیا یې ولیکل دومره نخرې مهٔ کوهٔ! ته چې څومره غوسه کېږي هغومره زما مینه درسره ډېریږي منټوګک مې! ورته ومې لیکل اممم! ځااا سیې ده! خو نن شپه کور ته نه درځم! درټ بلاک یې کړم او د مسیج اپشن ورک شو! ژر له رسټورانټ نه ووتم، یوه د ګلانو ګېډۍ او یو څه خواږه شیان مې د چای لپاره واخېستل، کور ته روان شوم! نیم ساعت مې دروازه ټک ټک کړه، خو نه یې خلاصوله! وام خوږې، هله ژر کوه دروازه خلاصه کړه، وګوره چې څه مې درته راوړې؟ خو په څلوېښتمهٔ دقیقه یې دروازه خلاصه کړه، ما هم وراته لاسونه خلاص کړل، وام غاړه راکړه خوږې چې درپسې خفه شوی وم! چې را وېښ شوم بالښت مې ټینګ په غېږ کې نېولی وو، شاو خوا مې وکتل، خېرني پیالې او د چای ترموز اېښی وو! ځان سره مې وویل څه خ/رو ژوند مو دی!🥹😂 چې مجردانو به څه حال وي. مینشن یې نه کړی
منټو ګک
Region: AF
Friday 04 September 2026 06:03:25 GMT
Music
Download
Comments
There are no more comments for this video.
To see more videos from user @n..s0720, please go to the Tikwm
homepage.