@hajekaroan.noori: #د ملي ژبې پر سر بحثونه! تیره ورځ د اا حکومت ددفاع وزارت سرمفتش لطیف الله حکیمي، له یوه خصوصي تلویزیون سره مرکه کې پښتو ژبه ملي وبلله چې په ټولنیزو رسنیو کې یې غوغا جوړه کړه. خو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس بیا ویلي چې په افغانستان کې د ملي په نوم څه نشته. مالومات: (د افغانستان د ۱۳۴۳ هـ.ش (۱۹۶۴م) اساسي قانون په ۳۵مه ماده کې په څرګندو الفاظو پښتو «ملي ژبه» بلل شوې ده. مادۀ سي وپنجم: دولت موظف است پروگرام مؤثری برای انکشاف و تقویهٔ زبان ملی پشتو وضع و تطبیق کند. د ۱۹۶۴م اساسي قانون په انګلیسي رسمي ژباړه کې هم همدا مفهوم داسې راغلی: “It is the duty of the State to prepare and implement an effective programme for the development and strengthening of the national language, Pushtu.” د همدې اساسي قانون ۳مه ماده بیا پښتو او دري دواړه د دولت رسمي ژبې بولي؛ خو ۳۵مه ماده په ځانګړي ډول پښتو ته د «ملي ژبې» (زبان ملی پشتو) اصطلاح کاروي.!)