@fr_hamdard: سر يې د باميانو د بوتانو نه رېبلے دے خاندي د لاهور ملا ته نوے پير راغلے دے لاندې فېصله د يو قاتل په حق کې وۀ شوله پاس يې عدالت کې د انصاف ايت ليکلے دے . . . انتخاب د دې ولـــس د تـــرقۍ او بـــقـا ډوزې ولي که څوک اوزګار وي نو راځي دې باچا ډوزې ولي نن د اغيـــارو په صلاح سرتوروي پښتنې دغه سړی به هم بچو ته سبـــا ډوزې ولي دسرمايې په پردي جنګ کې ځان غازي هم ګڼي بابا لګيا دی د کشميـــر د غزا ډوزې ولي غوږ ورته مه ږدۍ چې د دور ظالم نه يادوي په مړ فرعون پسې ښېرې کوي يا ډوزې ولي اوس مې بېخي ورته د خېر خبره زړه نه غواړي پښتانه وخاندي کاروانه چې دا ډوزې ولي کاروان مومند. . ... . . تــا ته مې قارونه بېـــــګا شپه کې دعا کړې ده نن مې فرغونيانو تـــــه سجده کې دعا کړې ده اوس خو ابــوجهل هم د دې دور امـــام ګڼـــم اوس خو به يزيد هم لـږ قابل د احترام ګنـــم تاسو ظالېمان يئ خو په شان به څوک د نن نۀ وي ستاسو نه به کم چرته باچا د دې وطن نۀ وي نۀ رسي زمونږه جرنېلانو تـــه عـــاد نۀ رسي نۀ رسي قاضي تـــه بـــه انا د شداد نۀ رسي واګې به مې لاس کې شي دا لارې به هوارې کړم وينځې به د دې وطن په ښځو کې سردارې کړم مهم بـــه شـــمر له د ملا خلاف روان کړمه خلک بــه باچا سره لۀ هر طرفه وران کړمه نوے انقلاب بـــه په عوامو کې برپـــا کړمه دا د سياست مړے به خر ته ور په شا کړمه جنګ به وي او زۀ به د دجال سره ولاړ يمه نېغ بـــه د يـــهودو د دېوال سره ولاړ يمه دا د تشې خولې مسلماني به ترېنه هېره کړم جنګ يې ښۀ روزګاردے زۀ به دامزدوري ډېره کړم ځان به دهشت ګرد کړم خو د خلکو حق به ورکړمه هر بې اسرې سر تـــه بـــه پړونے ور په سر کړمه کفر دې وي دلته خو حساب دې وي انصاف دې وي ښار کۀ د افسوس وي نو يو څو اصحاب کهف دې وي دلته دې جنت وي د جنت قيصې دې نۀ کېږي ورک دې وي امېد خو بې معنې وعدې دې نۀ کېږي دلتـــه دې کافر وي خو کاروانه بې غېـــرته نۀ پرې سرونه ښۀ دي خو سرونه دې وي ښکته نۀ کاروان مومند . . #pushtopoetry #trending#fyp#poetry#tiktok دا کۀ مونږ منلے نو فتوه د کفر جېب کې وه ښه ده لارډ ميکالے قانون هر ملا منلے دے نۀ مې نظريه ورانه شوه نۀ مې اراده خطا مخ مې د حالاتو په تودو غرمو نيولے دے هر سړے دعوې کوي کاروانه د پاخۀ ايمان غلے دے زمونږ په حال ممبر او اخبار غلے دے کاروان مومند

🥀@HₐمDₐᵣد
🥀@HₐمDₐᵣد
Open In TikTok:
Region: SA
Saturday 05 September 2026 18:54:36 GMT
64477
3291
98
315

Music

Download

Comments

imshahid14
SH4H1D一🍾 :
caption please 🥺
2026-09-05 19:53:12
0
ajmalsahil28
بغلانی صاحب🦅🫡 :
داسی حقیفت یی ویلی ده چی هیس پوښتنه مه کوه
2026-09-06 15:27:28
3
sohailkh216
SOHAILO🔥 :
پاس يې عدالت کې د انصاف ايت ليکلے دے لاندې فېصله د يو قاتل په حق کې وۀ شوله😳
2026-09-06 08:40:35
7
sburki9
BlAcK StRoM :
لاندے فیصله د یو قاتل په حق کښې اوشوله پاس یې عدالت کې د انصاف ایت لیکلے دے
2026-10-23 04:31:37
0
armanhilal66
Hilal Arman :
بيخې ورځنی حقيقت
2026-09-06 03:20:20
2
emraansaffiyousafzai
PRESSCO Eɴᴛᴇʀᴛᴀɪɴᴍᴇɴᴛ :
کاروان مومند سوک دے۔
2026-09-14 03:29:24
1
adnan.sadiq28
Adnan Sadiq :
اوووووووووووف الله پاک د غزل سومره ښکلې الهام درباندې کړې دې ماشاالله
2026-09-19 07:04:12
1
younaskhan45567
🌻younas khan💔 :
good shyire majbor shom pa comment
2026-09-14 18:24:31
1
silentkiller00249
Silentkiller00 :
save option on k Bhai
2026-09-06 04:16:51
1
tahseen.ullah258
Tahseen Ullah :
meaning ful
2026-09-06 07:32:22
1
tandar.505
TanDAR 505 :
ډير ښکلي انتخابات
2026-09-06 07:11:14
1
lawania143
qasim lawanai :
Wo😳
2026-10-03 14:02:34
1
waqaso.khan32
" خان "🤫 :
zbr 10 caption ❤️💔
2026-09-06 04:56:20
1
kashi.jee.kashi8
Kashi Jee Kashi :
zabardast
2026-09-06 03:08:02
1
peer_dilsoz
Peer :
ھائ
2026-09-05 19:42:00
1
user43161420483526
انعام پشتو ن :
♥️♥️♥️♥️قربان پیر صیب ژوندے اوگڑندے اوسئ
2026-09-08 14:55:56
0
its_asgharo
Asghar Khan :
2026-09-06 14:16:50
1
peer_dilsoz
Peer :
2026-09-05 19:41:46
0
a_s_804_mmd
🫰{× عادل مومند 𝔸_𝕊_804 ×}🫰 :
2026-09-06 17:16:42
0
saadkhan3798
Saad Khan :
dir kha karwan sab qurban qurban qurban qurban ✌️
2026-09-07 13:54:53
0
lhakeem7
Luqman (Mrdny) :
da qathal insan wli kre awl da tapos hmm pkar de
2026-09-07 11:37:49
0
ibrahimo426
Ibrahimoo :
Caption y ka bro
2026-09-17 07:46:18
0
azmatbarki
Azmat jalal Barki :
حد دے جی
2026-09-16 04:40:15
0
atalm32
Atal ❓ :
captain please
2026-09-08 07:01:03
0
silentkiller00249
Silentkiller00 :
Da sumra Doob soch Qurban sham drna
2026-09-06 04:58:42
0
To see more videos from user @fr_hamdard, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About