@malangjanmarwat176: که مئين زړګے مې هر څومره آزار شي يقين نهٔ شې چې لهٔ مينې دې وېزار شي هر راهي تر خپل منزل رسيدل غواړي يار که هر څومره ازغنه ورته لار شي هر څهٔ وړم د تا لهٔ مينې نه اړېږم که د شپې مي ډيوې بلې په مزار شي خدائے دې تا د مينې خوند ورته ښکاره کړي هر ناصح دې چې پهٔ خپله خريدار شي ستا د حسن قدر لا ورسره زيات شي يم خوشال که رقيبان هزار هزار شي سپرلي خيـل څهٔ د سپلمکے لرګے نهٔ ده که ژوندون وو خامخا به دې پکار شي عصمت الله سپرلۍ خيل