@fr_hamdard: ختـــمه شوې مې مــــــــــــــــــزه د زندګۍ ده رالـــه خونه ورانـــــــــــــــــــه کړې غريبۍ ده چې مې خـــداۓ روزي رسان دے نو بیا ولې؟ په ما تنـــــــــــــــــــــــګه دا پراخه دنیاګۍ ده دا جلوې د پښتنې پېغلې د مــــــــــــــــــخ دي کۀ سپوږمۍ راکـــــــــــــــوزه شوې په بلۍ ده پښـــــــــتون لر دے او کۀ بر دے در په در دے ژوند يې څۀ دے خو بـس آه دے او سلګۍ ده دغه واړه دي اســــــــــــــــــــــــباب زما د قتل کۀ پېــــزوان دے، کۀ چارګل دے، کۀ نتکۍ ده د پردېس مسافــــــــــــــــــــري ده ګرانه نۀ ده خو رايـــــــــــــاده مې د مور د لاس ډوډۍ ده کۀ دې زړۀ مېنې ته نۀ وي په جـــــــــــار وايه دا خــــــــــــــــــــبره د زور نۀ ده د مرضۍ ده پۀ سپين مخ يې د خولو قــــــطرې دې داسې لکه پرخه د ســـــــــــــــــــــبا په ګل غوټۍ ده چې را اوګوري خــــــــــــــــــمار شمه همدرده دا جېنۍ ده کۀ د شنو بنــــــــــــــګو پيالۍ ده ــــــــــــــــــــــــــ ✏لیکوال ابوسفیان همدرد رابطه 03493772175. . . #pushtopoetry #trending#fyp#poetry#tiktokviral @هېنداره_🔍