@www.tiktakdkofichal369: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۶۳مې عمومي غونډې ته د قطر استازي عبدالله بن علي بهزاد ویلي چې هېواد یې د منځګړیتوب، خبرو او بشري مرستو له لارې د افغانستان ملاتړ کړی دی. په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د قطر د دایمي استازولۍ دویم مسوول عبدالله بن علي بهزاد ویلي چې افغانستان لا هم د نړۍ له سترو ناورینونو سره مخ دی او ناامنۍ، اقتصادي ستونزو، اقلیمي بدلونونو، بېځایه کېدو، د نړۍوالو مرستو کمېدو، د میلیونونو کډوالو راستنېدو، بندیزونو او د شتمنیو کنګل کېدو په دغه هېواد کې وضعیت لا ستونزمن کړی دی. عبدالله بن علي بهزاد زیاته کړې چې زدهکړې، په ځانګړې توګه د ماشومانو او نجونو زدهکړې، د قطر له لومړیتوبونو دي او د قطر پراختیایي صندوق د ځینو بنسټونو په همکارۍ له ۲۰۲۳ زېږیز کال راهیسې د شاوخوا ۳۰ زره له زدهکړو محرومو زدهکوونکو ملاتړ کړی دی. #طلوع نیوز
DK khan
Region: PK
Tuesday 08 September 2026 12:03:07 GMT
Music
Download
Comments
There are no more comments for this video.
To see more videos from user @www.tiktakdkofichal369, please go to the Tikwm
homepage.