@salmanwrites04: چاربيته ده احمد دېن طالب پۀ صدر دې شانه کړې تورې زلفې چمچه مارې ګل رنګې حريرۍ خوشبو تر ځنې ښېژي پۀ موسم د نوبهارې سرۀ لب سرې دې اورۍ پۀ صدر دې څوکۍ کوي ماران د تورو زلفو شۀ حال مې د ملوک عاشق يمه د وخته ستا پۀ سرو لبانو قلفو تل ګڼ يمه پۀ کوک رنظور درپسې ځان مې دے شمېرلے چې پۀ تلفو لمسون اخلي د خوک مدام مې قتلوې چې توروي سترګې خمارې پۀ ډول کښې د يارۍ پۀ صدر دې شانه کړې تورې زلفې چمچه مارې ګل رنګې حريرۍ مدام مې قتلوې څوک به دې وتړي سوټ پوټ قهرېږي پلار او مور مې دارا او شاجهان مې کړل پۀ تورو سترګو لوټ غالب د حسن زور مې د سپينې خلې د جام نه به در نکړمه يو ګوټ حلال نۀ شې پۀ تور مې کمبښته ښپې وباسه اوس به پروت پۀ سر د دار يې پرېکړې ککرۍ پۀ صدر دې شانه کړې تورې زلفې چمچه مارې ګل رنګې حريرۍ کمبښت به وي هغه چې بيرته ځي د يار د دره يرېږي پۀ خپل مرګ پخوا نه ما دانګلي دي د خپلو مال و سره تک تور شوم لکه برګ بندي دې بې ګناه کړله زما د زړۀ کونتره بازونه ساتې غبرګ شاهان د بلخه ورک درله راځي لور خونکارې لرې دنګه مرۍ پۀ صدر دې شانه کړې تورې زلفې چمچه مارې ګل رنګې حريرۍ نۀ لرم حسن جمال پۀ مهرويانو کښې غالب تاله مې کړل زنګيان کوي قدم بوسي مې د جهان ټول کواکب د سېلمې مهرويان نو زبېښه مې سپين ضنب پکښې خوندونه عجائب چې ورک دې شي ارمان پۀ ما پسې رنظوره زۀ اوس ستا يم تۀ مې يار يې کړه خوب د قلارۍ پۀ صدر دې شانه کړې تورې زلفې چمچه مارې ګل رنګې حريرۍ نو پۀ ما پسې راغلے يې شاعره ځان بېدار که کوم اصل کوم دې نوم دے؟ نامه مې احدين دے هم طالب مې پکښې شمار که ستا کوم کلے او قوم دے؟ مقام مې اتمانزي خان شهباز خان پکښې سردار که ثاني سلطانِ روم دے زامن يې ګرځوي ښې ايرانۍ توري ابدارې لائق د سردارۍ پۀ صدر دې شانه کړې تورې زلفې چمچه مارې ګل رنګې حريرۍ خوشبو تر ځنې ښېژي پۀ موسم د نوبهارې سرۀ لب سرې دې اورۍ احمد دین طالب وحید ګل شباب #pashtosong #pashtopoetry #oldisgold #pashto_poetry_shayeri_tappy_ghazal_ #viralvideos @Avt Khyber
SALMAN WRITES
Region: PK
Wednesday 09 September 2026 10:08:57 GMT
Music
Download
Comments
SALMAN WRITES :
احمدین طالب
"تر څوارلسمې هجرۍ صدۍ پورې د کلاسيکي شاعرۍ روايات زمونږه سترو شاعرانو تازه او ژوندي ساتلي وو. خو داسې وخت هم راغلو چې د څوارلسمې هجرۍ صدۍ په دوران کښې په اولسي اصنافو هم طبع ازمايي شروع شوه او دغه اولسي شاعرانو پښتو شعر د غروضي بحرونو نه ازاد کړو او د پښتو ژبې په ځا نګړو بحرونو کښې ځان له په ځانګړي طرز او اهنګ سره سم شعرونه ووېل لکه , ټپه, ناره, نيمکۍ, لوبه سندره چاربيته, بدله رباعي يا مقام, سروکی ,مستزاد غزل وغېره د پښتو ادب پوهانو دا قسمه ادب په اولسي,شفاهي, يا فولکلوري نومونو سره ياد کړل
ددغه اولسي شاعرۍ په نوموړو شاعرانو کښې نوموړې اولسي شاعر احمد دين طالب هم يو ځانګړی نوم او مقام لري احمد دين طالب څوک وو او دکوم ځای وو په کومه زمانه کښې يې ژوند کوو۔
احمد دين طالب د چارسدې ضلعې په مشهور کلي اتمانزۍ کښې د سراج الډين په کور کښې په 1866ع کښې زېږېدلې وو په خانداني لحاظ سره دوي د تور ترين چې د پښتنو مشهوره قبيله ده سره تعلق لرلو ځکه خو دوي د خپل کلي او خاندان په حقله په يوه چاربيته کښې وائي
ذات نسب زما ترين دی واوره توره
زه طالب احمد دين خپل عقل کښې سېر يم
خاص مقام مې اتمانزۍ باغچه سمسوره
خبردار. د شاعرۍ په زورر او زير يم
بل ځای وايي
نوم احمد دين زما
ذات دې ترين زما
وطن مې هشتنګر
شهر اتمان
ديني تعليم يې په خپل کلي کښې تر څه وخته پورې کړی وو خو چې کله ددوي وراره عبدالروف په خپل کلي کښې مرګ وکړو نو دوي ددغه دشمنۍ د وجې خپل کلی پرېښودو ورور ارشاد الدين او وراره عبدالروف سره د ټولې کورنۍ سره سوات ته لاړل او احمد دين طالب په خپل کلي کښې پاتې شو ځکه چې په ده د مرګ دعوه د مړي وارثانو ونکړه ده د خپل کلي د لوے عالم سره ديني زده کړه جاري وساتله خو د ورور او د ور اره په مخرورتيا کښې دې انګريزانو ونيو او د منټګمري (ساهيوال) سنټرل جيل ته يې په 1897ع کښې بوتلو په دغه باره کښې احمد دين طالب د منټګمرۍ د جيل په حقله يو لويه تاريخي چاربيته ليکلي چې څو شعرونه ترې راخلم
نيک بخته ډيره سخته جيلخانه د مينټګمري ده
تر هغې زمانې چې د کلمين پرې نوکري ده
نيک بخته ډيره سخته ده بنمبه د ساهيوال
چې نھ شي بجاو اوبه باغچې ته ځي فی الحال
په دوه بجې يې بند کړي چې مستري کړي ورته خيال
پس چار فټه ټهيکه مقرر شوي سرکاري ده
اونيټه د جيل دا رنګه ليکي
تاريخ دې څوارلسم د نومبر که څوک يې زده کړي
نور په بل کمینټ کې وګورئ.........
2026-09-10 08:10:27
4
☠️شپون🐅 نیستوال 🇵🇰 :
ډیره ښایسته شاعر دی وایی دا حیا ډک صدر دا عربی لفظ دی چی څوک پوهیږی کمينټ لائک کښی 🥰
2026-09-11 08:45:07
1
Naseer Ahmad🌺یارباش💐 :
فورہ چاربیتہ وگورہ یار
2026-09-09 11:17:43
5
zorip :
great upload like this
2026-09-10 19:06:28
1
Muhammad Ikram :
واه واه ډېر ښکلی وخېدګل استاذ[Red heart]
2026-09-10 02:33:18
1
Tabassum Afghani :
واه واه
خواږه چاربيته
خوږ غږ
🌹🌹🌹🌹
2026-09-10 10:28:26
1
shershahkakakhel1 :
wah dair kheh taleb Ahmadeen sb dair mashahor shaer weh Allah dey aobakhey
2026-09-09 17:51:25
2
user27318130235142 :
سلمانہ رورہ ژوندےاوسے
ڈیرزور شے دے رالیگلےدے
شاد آباد اوسے
2026-09-09 17:42:09
3
Ayub fancy chicks :
احمدین ڈیر زبردست شاعر وو
2026-09-10 17:45:15
1
ن͜͡امعلوم امپراطور » :
اخ سومره مې ورته ژړلې وه سه لېونې وخت سه لېونې مېنه وه💔💔💔
2026-09-09 16:50:53
5
Muhammad Yaqoob Khan :
واہ واہ ڈیر خوند ئے راکڑو 👌
2026-09-10 09:02:54
3
M saleh :
زبردست وخیدگل شباب
2026-09-09 12:10:48
3
FaÌŚàĻ♤♥️🇵🇰 :
زبردست چربیتہ 🫶🏻💐
2026-09-09 17:17:43
3
Ahmad Zaib 313🇵🇰🇮🇷 :
2026-09-09 16:59:08
2
fazal.ullha.P.T.I.🇵🇰♥️🇸🇦 :
🌹🌹🌹🌹🌹
2026-09-09 19:23:15
1
Muhammad Ishaq :
واه
2026-09-09 20:15:11
2
Najiullah :
aw kna
2026-09-09 11:40:15
3
Sami Khannn Abu Dubai PTI :
wah
2026-09-09 18:01:31
2
Saeed :
2026-09-09 16:53:37
2
ღ 𝚂𝚊𝚕𝚖𝚊𝚗 مهمند :
په دې چاربيته کې داسې توري شته چې پوهیدل ګران دي خو بیا هم دومره خوند کوي چې په اوریدو یې سړي نه مړېږي
2026-09-10 04:29:52
1
S A Q L A I N U S A F X A I😎 :
زما د لاس ليک🥰
2026-09-09 13:12:59
2
Fai⚡️al :
wah
2026-09-09 16:07:54
2
🚩معاذ اخوند⚜️ :
Kom Moshkil Alfaz Dy 🤔
2026-09-09 18:44:49
1
To see more videos from user @salmanwrites04, please go to the Tikwm
homepage.