@mix.poitry: څانګې! لاړې، کیجاوې دي روانېږي څانګې! بیا له پاسه تور لونګ وریږي څانګې! اوس ایله له غاره رابهر شوم څانګې! سترګې مې رڼا وته برېښیږي _ څانګې! زړه به دې جهان وي دړدولی څانګې! دړد به دې په زړه کې نه ځایېږي څانګې! ژوند د هست او نېست پېمانه ده څانګې! کله ګل او کله ګرد وریږي _ څانګې! دا سترګې دې خوب پسې ړندې شي څانګې! دا چې ستا په لاره کې غوړیږي څانګې! زه په کور دننه مسافر یم څانګې! لاره په مزه مزه ختمیږي _ څانګې! شونډې دې پرانیزه، مازدیګر شو څانګې! درنګ لا دا د ژمي لمر ډوبیږي څانګې! یاد باندې مې څه بلا پرېوتې څانګې! ګوره، خپل خوبونه مې هېرېږي _ څانګې! څوک به مرور، څوک به پخلا وي څانګې! یو زړګی به چا چا ته رسیږي څانګې! دومره مې د خاورې خوند اخیستی څانګې! خوند مې د خولې خاورې خاورې کیږي _ څانګې! بیا د ځنګلونو په لور لاړ شه څانګې! غېږې مې د شنو ونو یادیږي _ څانګې! بیا د عناصرو جنګ روان دی څانګې! بیا مې وخت د لاسونو نه رژیږي څانګې! دړد ته د تسنیم رګونه خاندي څانګې! دا رنځور دې دغسې رنځیږي رياض تسنيم#karankhan #new #viral #song #growaccount @Karan Khan

⛓️ستا💞لیونی💔🥀🚭
⛓️ستا💞لیونی💔🥀🚭
Open In TikTok:
Region: PK
Saturday 12 September 2026 04:30:21 GMT
2043
122
1
5

Music

Download

Comments

samsoor.khan872
Samsoor Khan :
[Heartwarming][Heartwarming][Heartwarming]
2026-09-12 06:30:32
0
To see more videos from user @mix.poitry, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About