@bandiwanashna38: د نبي علیه السلام د هجرت لاره: لاندې تصوير کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هجرت کيسه په لنډو ټکو کې تشريح شوې ده: - مکه مکرمه: په انځور کې کعبه شريفه ښکاري، د دې مطلب دادئ چې هجرت د مکې مکرمې څخه پيل سوئ دئ. - غار ثور: نبي عليه السلام او ابوبکر الصديق رضي الله عنه په همدغه غار کې دمه کړې وه. - د سمندر پر غاړه لاره: نبي علیه السلام د معمول خلاف ساحلي او غرنۍ لاره انتخاب کړه تر څو د دښمن څخه خوندي وي. - د أم معبد خېمه: دلته د أم معبد په نوم د يوې ښځې سره مخ شول او د نبي علیه السلام يوه معجزه هم ښکاره شوه. - سراقه بن مالک: سراقه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وژلو پسي راوتلئ و، خو هغه ناکام شو او وروسته يې اسلام قبول کړ. - مسجد قباء: کله چې نبي علیه السلام قباء نومي سيمې ته ورسېدئ، هلته يې د قباء په نوم د مسجد بنسټ کېښود. - مدينه منوره: دا د هجرت وروستی منزل و، همدلته د رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت پای ته ورسېدئ.