@charsi7753: Post28 بېګا» 😞🖤 زنګ یې راغلی ؤ، بېګا ژړل يې، سلګو نیولې وه، لیلا ژړل يې. په ډېرو چیغو يې مرۍ ناستې وې، زړه کې یې ډېرې بې وسۍ ناستې وې، ماتې کیسې يې په خولګۍ ناستې وې، په غبرګو شونډو يې پولۍ ناستې وې. وروڼو وهلې، ټکولې یې وه، لکه مجرم قاتل تړلې یې وه، د تناره په سیخ سیزلې یې وه، د لاس او پښو نه غورځولې یې وه. وئیل يې: دا خوۍ د ډمانو پرېږده، دغه عادت د ژړاګانو پرېږده، دا بې شرمي د لېونیانو پرېږده، سمه شه، ویر د ماشومانو پرېږده. څو ورځې وروسته دې واده هم ده، دا ته په څه یې؟ دا ستا څه غم ده؟ ماته دې مرګ د سترګو رپ نه کم ده، په بدو ځې که یا اجل دې سم ده؟ ما وېل: نو هلته مو زه څله ور کړم؟ د مرګي خولې ته خو مو خپله ورکړم؟ خیر، ما مړه کئ! ما په سپیو وخورئ! ما په ژوندوني کړئ د خاورو لاندې! هغه ظالم ته مو زه ولې ورکړم؟ هغه قاتل ته مو زه ولې ورکړم؟ هغه بې رحمه ته مو ولې ورکړم؟ زه هم انسانه یم، حق څه لرمه؟ زه هم خوږېږمه يې؟ زړه لرمه؟ ما لا خبرې خلاصې کړې نه وې. وروڼو مې بیا په ما حمله وکړه، دومره یې اووهلم، خدای شاهد دی، چې مې په مخ د وینو دارې راغلې، تړلې خولې ته مې کوکارې راغلې، له ټول وجود مې سرې سرې لارې راغلې. ما خو کوشش کاوو، تنویره، ستا نامه واخلم، مګر خو اوبښه، په ما کې دومره ساه نه وه، دا ستا نامه مې تر تن وکړه، خو خدای داسې وکړل، زه یې بې وسه کړم او ستا نامه نیمګړې شوله. له ډېره درده په ځان نه ومه، بې هوشه شومه، بیا چې یو وخت ګورمه، سترګې مې لږ وغوړېدې. تقریباً (اوو) ساعته تېر ؤ، په روغتون کې ؤمه، ځانته مې پام شو، پر بستر کې پرته ماته ګوډه. مرۍ مې قۍ ده، سر مې شپږ ځایه جلا مات ؤ، یو لاس مات شوی، د بل دوه ګوتې جلا ختلې. مخ مې پټۍ پټۍ، څهره مې له کتو وتلې، بې حرکته پښې مې هم د ښورېدو نه وې. یو څو ساعته نور هم تېر شول، په روغتون کې وو، چې را روان شوو او له هغه ځای را اووتلو. په زړه پاخه وو، راته ټول رانه یې کرکه کېده، خو ته باور وکه، پخدای بیا مې هم زړه کې ته وې، چې لیونو تنویر به چرته وي او څنګه به وي؟ بیا به د کوم څنډلي ژۍ ته ژاړي؟ بیا به په کومو ماتمونو سر وي؟ دا خو ناروغ ده، رواني هم ده، دا لیونو خو عصابي هم ده، بیا به په کومو زیارتونو ګرځي؟ بیا به په کومو روغتونونو ګرځي؟ بیا به د کوم ځای په ملایانو سر وي؟ بیا به د کوم ځای په پیرانو سر وي؟ خیر، په هر حال، په ځان پام کوه، دومره له خپل اختیار وتلی یې چې. رنګ دې بیخي دی له کتو وتلی، څنګه دې مینې ښکلی ژوند برباد کړو؟ ګرځې اوس در په در او خاورې په سر، ځان دې بې قدره کړو د خلکو په مخ، ته یو شخصیت وې، تا شخصیت اوبایلو، هر څوک په تاپسې ملنډې وهي، ارزښت دې خاورې کړو د خاورو سره. خیر، که ته په ما مئین نه یې، زه خو په تا باندې مئینه یمه، قسم په تا باندې مې زړه چوي، زما د مینې احترام وکړه، هیله کوم، دومره ما لپاره وکړه، زه خو به نن سبا کې مرمه دلته، له سره ژوند جوړ کړه او ځان جوړ کړه، لږ مې خاطر د احساساتو وکړه، څنګه د هر چا د خندا شوې اجار؟ دا خلک ټول دې لیونی بولي. ما هم ور غبرګه کړه چې سمه ده، خو، لږ حوصله وکړه، خیر مه ژاړه نور، خو دا لا هاغسې سلګو نیولې، غېږه کې نورو جینکو نیولې. زما هم نوره حوصله ماته شوه، ما وېل چې اوس دې راولم ځان سره، پورته شوم زه چې څو قدمه تلمه، ماتو سلګیو کې یې بیا اووئیل: د خدای روۍ ومنه چې را نه شې. ما هم قسم وکړو چې نه یې منم، نوره دې داسې غم کې نه شم لیدی، که مې د سر په بیه هم کیږي، درد به دې بیا تر مخه پرېنږدم. موبېل مې کټ کړلو، روان شومه نور. زنګ کوي، بیا یې کټ کومه پسې، پرله پسې له څو زنګونو وروسته، زنګ مې وچت کړو، غږ يې دومره درد کې، لکه ماشوم نه چې څوک مور اووژني. وېل یې: د خدای او د رسول ومنه، مه راځه، مه راځه، مه راځه. زه سر خوړلی، هیڅ په ځان نه وم، یوه خبره مې تر زړه نه لوېده، خو داسې سوی غږ یې بیا وکړو: نه غواړم زه د کورنۍ بدنامي. د پلار نیکه عزت مو خاورې به شي، بیا به مو پلار او مور او خویندې وروڼه، دا به په کومو سترګو ژوند تېروي؟ زما او تا خو هسې ژوند برباد دی، زه او ته دغسې میرات خه یو، پرېږده چې دوئ خو ژوند سر لوړی وکړي. بیا هم که ته راځې، خو دومره واوره، پخدای قسم چې ځان وژنه کوم، ته به د مینې احساس ډک ګرځوې، ستا به د عشق جذبه سړه لا نه وي، له ما به دغه دنیاګۍ پاتې وي. ورو ورو زما د زړګي بام را ړنګ شو، دې څو خبرو يې د ځان خواته کړم. دواړه د یو بل بربادۍ ته ژاړو، وې وئیل: ځه، خدای مهربانه ده ډېر، دا خو پاني دنیا ده، تېره به شي، د عرش څښتن نه به دې هلته غواړم. دغه د عشق اوږده کیسه لنډو کې، پټې د راز خبرې ورکې زړو کې، په صبر صبر مو تمامه شوله. که د شيدو لښتي ورتېر کړې، خزان وهلي زړونه نه نيسي ګلونه✋ لالیه، غم دې بیخي دروند دی، د جګېدو سره لاسونه لګومه😞 عبدالحق تنوير 😞✋
ســــــــیــاوش✋❤️☹️
Region: AF
Wednesday 16 September 2026 04:52:12 GMT
Music
Download
Comments
𝐙𝐮𝐛𝐚𝐢𝐑 𝐀ح𝐦𝐚𝐝 🌹 :
Send this caption in comment please
2026-09-16 09:28:23
0
ɦǟʍɖǟʀɖ ƈɦǟʍӄǟռɨ🖤🙂↔️ :
🥰🥰🥰
2026-09-16 08:25:08
0
To see more videos from user @charsi7753, please go to the Tikwm
homepage.