@chochochocho12340: صوت العنزه المخنوقه #نفسيه_حقيره🖤🥱 #عبارات_جميلة_وقويه😉🖤 #عباراتكم_الفخمه📿📌 #مجرد________ذووووووق🎶🎵💞 #عباراتكم_الفخمه🦋🖤🖇

نفسٖٓܔسيه حقيَࢪههَۃ🪫🖤
نفسٖٓܔسيه حقيَࢪههَۃ🪫🖤
Open In TikTok:
Region: TN
Wednesday 16 September 2026 08:22:21 GMT
7097
354
8
28

Music

Download

Comments

miral.alsharif1
Miral Alsharif :
فنانة
2026-09-16 12:03:50
1
hbhggg75
🌷Khadija🌷 :
مافهمت
2026-09-22 15:37:02
1
marwa31567
Marwa13 :
مبدعه
2026-09-17 13:41:35
1
aboalgasm82
Abo AIgasm l ابوالقاسم :
خلوني من النوثه تعالو شوفو الزكاء الاصطناعي 😅
2026-09-20 14:40:49
0
loulou.katy0
Loulou Katy :
2026-09-18 18:39:33
0
user6727581612450
ℋ𝒜ℳ𝒮 :
👍👍
2026-09-16 11:37:25
1
user63183993483598
حنوشه حنوشه :
🥰🥰🥰
2026-09-16 08:27:22
1
toaa0442
عازف البيانو 🎵🎶🎶🎼 :
❤️❤️❤️
2026-09-16 16:51:25
1
To see more videos from user @chochochocho12340, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos

چې یې هر یو انداز سوز وي، هغه ساز یم… بهلول مروت پهٔ ځوانۍ کې خپل کور و دیار پرېښی دی. د ملنګۍ کچکول یې پهٔ غاړه کړی، دا دی اوس یې لهٔ هغمغهٔ کچکول سره ږیره سپینه کړه. دی وادهٔ، کور او اور نهٔ لري. د ملنګۍ ځان ته جهان لري، ورځې شپې اړوي. بهلول صوفي دی. د تصوف لوی عالم دی. ببرې څڼې، توره او سپینه ږیره، ګوتې لهٔ ګوتمو ډکې، څېرې ګرېوان،… لکه وايي چې: بهلول مروته چې ګرېوان یې سلامت وي ترڅو دا سودايي د تورو زلفو، دا سودا نه منم  ددهٔ ټول عمر د خدای او انسان سره پهٔ مینه تېر شو. نهٔ د دونیا کیسه کې دی، نهٔ د ثروت… دی یوځای لیکي: « خپل کریم رب د مال او منال لهٔ فتنو محفوظ ساتلی یم. » د درمل صاحب دا بیت، ددهٔ پهٔ حق کې وایم: کړم دې لهٔ سرو سپینو مستغني عشقه درجار ځان دا څهٔ موده بیخي شتمن، احساسوم دې خړ پړ جهان کې، د بړبوکیو پهٔ دوران کې، ددهٔ دوهۍ سکروټې لا بلې دي، سور اور پاشي، ډلې، ډلې رنځوران ملنګان یې خواته ناست دي. د لېونیو ملګری دی، یو بیت یې و: کهٔ دانا یې لېونو نه زده کړه وکړه د هوښیار هره خبره کې چل ښکاري دی ددې دونیا او مافیها پهٔ فنا مطمین دی، ځکه یې زړهٔ پیوند نه ورپورې اخلي؛ پهٔ څو بیتونو کې وايي: داسې پهٔ ژړا، چې ځواني تېره شي مه رادرومه بیا، چې ځواني تېره شي تا غوندې مې ډېر ښکلي لیدلي دي پاتې شي تنها چې ځواني تېره شي پوی بهٔ شې اخلاص او د لباس پهٔ فرق ګله دا پهٔ تا چې ځواني تېره شي نن کهٔ د بهلول پهٔ بې وسۍ خاندې ژاړې بهٔ سبا، چې ځواني تېره شي څومره کا..فر حسن دې څهٔ نادان ته ورکړو خدایه هغه کا..فر تیلی زما ایمان ته ورکړو خدایه پهٔ کار خو دا وه چې ورکړی دې وای یو غم د عشق غمونه زر او زړهٔ دې یو انسان ته ورکړو خدایه یا: لاس دې خلاص دی هر یو غم بهلول ته ورکه درته لاس جوړوم واخله د هجران غم پس لهٔ مرګ مې جنازې ته ضرور راشه یوه وعده پوره کړه دا، پهٔ ژوندانهٔ تنهايي تاسره ښايي لویه خدایه ما بهلول مه کړې تنها پهٔ ژوندانهٔ بهلول مروت عمیقې خبرې شاعرانه کړي، هغه چې ترشاه سیوری لري: د ګناه احسان مې ومنه کریمه ستا کرم مې ور جوت کړ زمانې ته دلته یې هم لفظ، لفظ هنر کړی: چې دې سترګې تورولې، تماشې ته خو اوس راشه تماشې دې جوړولې، تماشې ته خو اوس راشه *** مینه کې قایل زهٔ د پښتو نه یم یار سره مې چېرې غیرت ونه کړو ستا د کوڅې خوند چې بهلول واخیستهٔ بیا یې چیرې سوال د جنت ونه کړو *** اې د حسن کردګاره وصال کوم دی هجران کوم دی؟ عشق مې دا فیصله غواړي، چې زهٔ کوم یم، جانان کوم دی؟ نه مې خواست د وفا کړی، نهٔ بهٔ سوال د وصال وکړم یو تپوس کهٔ رانه وکړې، چې دې زړهٔ کې ارمان کوم دی سر مې درکړو خولهٔ دې راکړه دا خو سر پهٔ سر سودا شوه تا خو ویل چې زهٔ سخي یم، پهٔ بهلول دې احسان کوم دی *** کهٔ پهٔ ویښه نه راځې، پهٔ خواب کې راشه مبتلا یم د هجران عذاب کې راشه ستا بهلول د غم څپو پهٔ سر اخیستی ځي، غرقیږي د فراق سیلاب کې راشه *** کهٔ زهٔ نه یم د مینې یار دې بل وي، نو ورځه آشنا کهٔ د یارۍ خیال دې بدل وي، نو ورځه پهٔ عشق کې تر اخر بهٔ هر الزام وړې پهٔ سر سترګو چې زړهٔ کې د تهمت خوف دې اول وي، نو ورځه *** چې مې زړهٔ دیدن ته وشي، لهٔ یار بېل شم د وصال خوند لټومه پهٔ هجران کې *** چې د چا پهٔ مینه زهٔ بهلول ژوندی وم مرګه راشه هغه کس نه مې زړهٔ تور شو *** د عشق هره مسله بهٔ بهلول حل کړم پوی د ژوند د مسایلو پهٔ حل نه یم *** راشه باقي پهٔ تصویرونو ګوزاره نه کیږي مرمه بغیر لهٔ دیدنونو ګوزاره نه کیږي خوب مې لیدهٔ چې ستا پر سپین مړوند ویدهٔ یم ګله تعبیر یې غواړم پهٔ خوبونو ګوزاره نه کیږي *** زړهٔ مې و پښتون، لهٔ پښتو پریوتو مینه کې مې سر ستا پهٔ پښو پریوتو *** پهٔ ما ځکه دومره ګران دی د جانان غم چې پرې هېر مې دی د ځان او د جهان غم *** لهٔ هر چا دې بې پروا کړم پروا نشته بې پروا اوس کهٔ پرما دې پروا نهٔ وي *** دوه قدمه فاصله وه، ټیټې سترګې یار ولاړ و تماشې د بربادۍ ته، زما واړه ښار ولاړ و اشاره زما د قـ.تل چې قاتـ.ل نظر یې وکړه د بڼو لښکر حملې ته، د ظا.لم تیار ولاړ و ډاډګېرنه خو یې پرېږده، تماشې ته یې رانه غلې ستا لهٔ لاسه ستا د مینې، لېونی پهٔ دار ولاړ و *** هغه یار کهٔ زما نه شو د چا نه و، د چا نه شو زهٔ وریاد نه شوم بهلوله لهٔ ما هېر بې وفا نه شو *** د راتلو او نه راتلو ګیله خو پرېږده چې وریاده کړم وعده، مروریږي *** خدایګو جنت نه بهٔ پهٔ منډه، منډه بیرته راشي بهلول ته هلته د جانان کوڅه ور یاده خو که *** روان مې و رقیب سره لالی پهٔ مازدیګر پهٔ سترګو مې نن ولیدهٔ مرګی پهٔ مازدیګر *** تندرونه کهٔ ساتلي آسمان ډېر دي خو لا شته جونګړې شته دي، خواران ډېر دي *** عمر یې ډېر شه. د علم، حکمت، او شعر پلوشې یې پهٔ تتو مېلو، تیارو زړونو خورې ورې شه!  نور بیا… #pushtopoetry #trending#fyp#poetry#tiktok

About