ټوټه، ټوټه لاره کې پروت بنګړي، بنګړي مات یم
راشه در جګ مې که، در ټول مې که بیخي مات یم
د ستا پۀ ،،وخ،، لکه پخوا را ټولېدای نۀ شمه
لکه چې دا ځل ګله لاړمه سهي مات یم
لکه د لویې پښتونخوا وجود تقسیم تقسیم یم
د راغېدو هیله مې میله ده کافي مات یم
نور ډېر بد نۀ یم خو دې یو ځای ته د ټینګې نۀ یم
تۀ لږ را وژاړه نو ګوره سمدستي مات یم
زۀ که مات شوای یم په خپله پښتوخوا کې مات یم
دا دې دروغ دي چې پۀ ورۀ کې د ډېلي مات یم
حیات به یمه خو پۀ تا کې تحلیل شوای یمه
لکه د اوړي خوله ستا پۀ اننګي مات یم
حیات
2026-09-17 16:21:28
26
Maghfoor Ullah :
اهااا کاپی مې که🌹
2026-09-17 17:26:48
4
Samiullah Watandost :
ستا شعرونہ او ستا آواز دومره خوند راکوی چی حد نہ لری / ❤️🫡